
نیویارک ټایمز: افغان عسکر له امریکایانو پرته «مقاومت» نهشي کولی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز په قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو په تړاو خپاره کړي مطلب کې د دولتي عسکرو بې وسې په ډاګه کړې ده.
سرچینې د خبرو اترو اړوند لیکلي چې د بهرنیانو پر وتلو هوکړه شوې، خو د دې تر څنګ يې یادونه کړې چې دولتي عسکر له خپلو بهرنیو ملګرو پرته د مقاومت وس نه لري.
ورځپاڼه لیکي، دولتي عسکر به دا توان ونه لري چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې خپل سنګرونه وساتلی شي.
تر دې وړاندې هم پخپله محمد اشرف غني اعتراف کړی و، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته شپږ میاشتې توان هم نه لري چې حکومت دې دوام وکړي.
د پوځي شنونکو په باور د طالبانو وروستیو بریدونو او د تېر کال پراخو پرمختګونو په ډاګه کړه، چې پر وړاندې يې دولتي عسکر بې وسه او د بهرنیانو هوايي بریدونو يې هم مخه ونه شوای نیولی.
یاده دې وي قطر کې د بهرنیانو د وتلو اړوند خبرو اترو د نهايي کېدو تر څنګ ځینو سرچینو د اوربند خبر هم ورکړی دی، خو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د چارو د شنونکو په باور که له بهرنیانو سره خبرې مثبتې را ووځي، ښايي د جګړې اندازه کمه او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم لار هواره شي.
افغانان سره جوړیږی،طالبان هغه پخوانی طالبان نه دی او نه هغه پخوانی مجاهدین دی چی کابل به ړنګه وی،انشاالله سوله به راځی طالب به په سوله یز ډول کابل ته ننوځی. دطالب مبارزه د همدی خارجیانو د شتون په خاطر ده
د طالبانو او هغه پخوانیو مجاهدینو ځمکه او آسمان فرق دی،هغه پخوانی مجاهدین البته ټول نه فقط مشران یی د واک تږی وو او د واک سره یی مینه وه د واک په خاطر یی کابل ړنګ کړ مګر طالبان دواک په خاطر نه بلکی د اسلام او وطن په خاطر جنګیږی،
ډیری خلک په دی اندیښنه کی دی چی د طالبانو په راتګ به بیرته به هغه د مجاهدینو د وخت تاریخ تکرار شی کابل به ړنګ شی دخلکو مال او عزت به لوټ شی، انشاالله داسی به نه کیږی، کابل به جوړیږی انشاالله جنګ به ورک کیږی انشاالله.
کورني عسکر و له خپل هیواد اوخلکوسره ستره غداري وکړه که دوۍ داشغالګرو ملاتړ نه وای کړی نو امریکایان به ډېر پخواپه سخت ذلت سره له هیواده وتلي ؤ
زماهیله خوداده چي دامریکایانو تروتلو وروسته هم سخته سزا ورکړل شي
عجب دوی لاتراوسه پدی ندی پوه چه روس ،ناټواودډالرو مزدوران یی دری واړه داسلام دمجاهدینومقاومت نلری ولی دناټو۱۵۰۰۰۰عسکرمات نسول که یی هیردی.په احترام عبدالواحد اڅګژۍ
د وردګ صاحب او حکییمی صاحب دواړو اندیښنی او یادونی د پام وړ دی زه به هم ورسره خپلی یادونی یوځای کړم او هغه دا چ: وردګ صاحب لیکی چه : طالبان هغه پخوانی طالبان نه دی !!! طالبان پرون هم د فساد او نن د اشغال ضد د الله ج د رضا او د مظلوم اولس د دفاع د پاره پاڅیدلی او د هغوی په مقابل کی چه د مظلوم اولس حیا، ځان او مال یی په خطر کی اچولی وو وجنګیدل، امنیت او شریعت یی پلی کړو او نن د امریکا په مشری د ۵۰ کفری هیوادو سره… نور لوستل »