پخوانی طالب چارواکی د حج او اوقافو وزارت سرپرست وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): پخوانی طالب چارواکی د ګډ حکومت د مشر محمد اشرف غني په امر د حج او اوقافو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې د ديارلسمې فقرې له مخې عبدالحکيم منيب د حج او اوقافو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

په خبرپاڼه کې په پارلماني چارو کې د دولت له وزير څخه غوښتنه شوې ده چې نوموړی ولسي جرګې ته د تاييد له پاره وړاندې کړي.

عبدالحکيم منيت د طالبانو د واکمني پرمهال د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.

تر دې وړاندې استاد فيض محمد عثماني د حج او اوقافو د وزير په توګه دنده ترسره کوله او له افغانستان څخه سږ کال حج ته
تللو افغانانو د عثماني له فعاليتونو او خدماتو څخه خوښي څرګنده کړې وه.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان ګڼ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کيږي او تر اوسه په بشپړه توګه د افغانستان کابينه نه ده ترتيب شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

اشرفغنی له بادپریکیدووروست چارزانوکښینی تاسی فکروکۍ عبدالرحیم منیب عقل لری چه په موجوده شرایطوکی دملحدینوپه حکومت کی داخلیږی.

عبدالله
میلمه
عبدالله

اسلام علیکم ورحمة الله اخکزی صاحب که طالبان دخیره د حکومت سره پخلا سول سومره خوند به وکری. موژ باید دیته کار وکرو نه داچی پر یو طرف د ملحد تاپه ولگوو. تاسو باور وکری چی زه په دی حکومت کی داسی خلگ پیژنم چی د تهجد لمونز نه قضا کوی نو هغو ته ملحد سه معنی؟؟ او ولی؟؟؟ زه خو وایم دواره مسلمانان او ورورنه دی مزی او میلی کافرانو او منافقینو وکری. رازی اتحاد او اتفاق ته کار وکرو که نه هر دسر سری به د داود خان او ملا محمد عمر په شان وژل کیزی. زما په… نور لوستل »

ګل داد حلیم الکوزی
میلمه
ګل داد حلیم الکوزی

دښاغلی اشرف غنی په دی پریکړی د زړه نه خوښ او خوشاله شوم هغه وخت انشا‌ء الله رانژدی شوی چې ټول مسلمانان ورونه په یو ټغر سره کینو رب دی پخیر سره داسوله راولی مونږ یې ډیر لیواله یو.