نظــر

(طالب) یو ځل بیا (سرټکی) دی

زخمي افغان

د حجرې او جومات طالب که پخوا د کلي او مالت د پيغلو او نجونو د سندرو سرټکی او د ټپو تومنه وه، مګر نن خبره ډیره مخکې تللې، د نړۍ تر ټول سترې رسنۍ د طالب نوم ګردانوي. له سي این این ونیسه تر الجزیرې، بي بي سي او العربیه پورې.

له وال سټریټ ژورنال ونیسه تر ګارډین، شرق الاوسط او ګڼو نورو اخبارونو هر یوه په خپل لومړي مخ طالب ته ځای ورکړی. دنړۍ د مطبوعاتو سترګې د قطر پر خوا دي. رسنۍ خپل ګرم خبرونه د طالبانو له ویاندانو بشپړوي، ځکه په قطر کې طالب د نیمي نړۍ له امپراطورې( امریکا) سره په جرګه ناست دی.

خو دا کوم طالب دی؟ دا هغه طالب دی چې ۱۷ کاله وړاندې یې نړیوالو پل په کروز میزایل ویشت. زما په یاد دي، کله چې د امریکایي بمبارونو له زوره د شمال کرښې را ماتې شوې، طالبان هغه څوک شول چې حتی په خپل کلي او کوڅو کې هم پردي او پردیس بلل کیدل. هره خوا ورته دښمنه شوه. په افغانستان کې شمالي ټلوالې نیول او په امریکا یې خرڅول تر څو ګوانتانامو ورباندې ډکه کړي. پاکستان کې ورته پرویز مشرف جال غوړولی و، له امریکا یي ورباندې ډالر نغدول. سعودي عربستان خو حتی ځینې طالبان د حج په مراسمو کې هم ګیر کړل.

خو رښتیا وایي: څوک چې الله تعالی نه وي بې عزته کړی نو که ټوله دنیا یې بې عزتۍ ته ملا وتړي هم، نه شي بې عزته کولای.

ثابته شوه چې د طالب بې عزتۍ ته خو د شرق او غرب، شمال او جنوب، کافر او منافق، یهود او نصارا،  هندو او بودایي او هر مار او لړم اشر کړی و. مګر طالب د الله تعالی په مرسته له دې ټولو ابتلاوو لکه غاړه راووت. دا دی یو ځل بیا طالب د شرف او عزت نوم دی او د خاورینې کُرې د رسنیو سرټکی . . .

خو دې اعجوبې څه ثابت کړل؟

که د طالب ۱۷ کاله پخوانی حالت او اوسنۍ سرلوړي سره پرتله کړو، نو د عقل په مقیاس نه برابریږي. عقل ګردسره په دې نه شي رسیدای چې طالب دغه ناممکن مزل څنګه وواهه؟ څرنګه یې له ټولې نړۍ سره په تش لاس زور پيمانه او بالاخره خپل ځان پرې ومانه. . . دا واقعا یو فوق العاده بلکې خارق العاده رویداد و، او خارق العاده کارونه دالله تعالی له بشپړ نصرت او مرستې پرته امکان نه لري. دا قیاس مو دې نتیجې ته رسوي چې طالب که څه هم د معرکې په ډګر تنها و، انساني ملاتړ یي نه درلود، خو دا چې په الله تعالی یې رښتینی توکل کړی و نو الله تعالی یې هم مرستندوی و. هوکې، طالب دا هر څه د الله تعالی په مرسته وکړل. کنه په ژیړه بوشکه د امریکايي تخنیک شکست د عقل په قالب نه برابریږي.

نو طالب جانه!

تا چې هر څه د الله تعالی په نصرت کړي، نو خپل رب ته د شکر په سجده پرېوځه. نفس، شیطان، عجب، غرور او ټول شیطاني خصلتونه ورټه. دا بریاوې خپل کمال مه ګڼه، بلکې د الله تعالی د عظمت، برلاسۍ او نصرت مظاهر یې وګڼه چې تل یې د نړۍ سرکشه انسانان په ضعیفو بندګانو مات کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

افغانه وروره الله په قرآنکریم کی فرمایی:ولعاقبتوللمتقین.انجام کامیابی دمتقیانوده،طالب تنهادقرآنکریم دجهادپرهدایت عمل وکۍ الله په ټوله دنیاکی سرلوړۍ کۍ که یی په سیاست کی پردی آیات عمل کړۍ وای چه الله فرمایی :که تاسودمځکی داکثریت پر خبروعمل وکۍ هغوی تاسو دالله دلاری کمراه کوی الله پوهیږی چه کمه لارحق ده.اودتخنیک پردی یی چه الله فرمایی:انسان موداستعداداوتکامل دعالیترینودرجووخلاقۍ اوبیاموپست ترینودرجوته وګرزاوۍچه دعلم په وسطه ودی صفت ته رسیږی اوفرمایی:تاسوته مواوسپنه درواستوله چه قوت دجنګ پکښی دۍ اونفعی چه دابیله مکتبه نسی کیدای ،که دالله پرکلام مسلمانان په سیاست،تخنیکی علم اوعبادت عمل وکی ددنیاهیڅ قوت شکست نسی ورکولای ددنیاسپرپاوردۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

جلال

جزاک الله شه خبره دی کری.
زه صرف غوارم چی د کلام الله المجید هغه برخه چی تاسو لگ اشتباه سره لیکلی یاست، اصلاح کرم، چی داسی دی:
وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ

جمال

ماشاءاللہ، شه خبر مو کڑی

بابرخان 8

پہ ژبہ او قلم دے برکت شہ

غ.حضرت

د لاندی جملې تعبیر زما وظیفه نده:
طالب د شلو کلونو راپدېخوا زموږ په تاریخ او جغرافیا کی ( سرټکی) دی.
بلی هو سرټکی
یا شاید
سر ټوونکی
او
سر ټکېدونکی

حماد

آیا طالبانو ته به سیاسي محاذ آسانه وې؟ د یوه اسلامې او افغاني تحریک په صفت به طالبانو ته زښته ګرانه وې چې د ټول اسلامي عالم (امت)د غوښتنو او یا حد اقل مسلماتو د ساتني تر څنګ د افغانستان فساد وهلې نظام، غربت، جهالت او د غربي کلتور ځپلې ټولنې درملنه په دومره سادګې سره وکړای شې کوم چې دوي فکر کوي ځکه چې د هر څه علاج ټوپک او وژنه نشې کیدای. طالبانو ته په اوس مهال کې پکار دې چې د نړۍ د سترو او تاریخي اسلامي خوځښتونو تر څنګ د افغاني علماوو او نورو دین دوسته… نور لوستل »

غمی،پښتین

حماد صاحب سلامونه
د میډیا او د خلکو په وینا اوس طالیبان هغه پخوانی طالیبان نه دی،اوس له طالیبی څخه پوره ملایان شوی دی،
هر څه په راتلونکی کی په نظر کی ساتی.کیدای شی دوی بیرته مدرسه ته ستانه شی.

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x