افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د راتلونکې په اړه د ناټو دريځ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو ځواکونو سرمنشي ويلي دي چې د افغان قضيې د سياسي حل له تړون وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه هم خبرې کيدای شي.

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ د بلجيم پلازمينې بروکسل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د افغانستان د قضيي له سياسي حل نه وروسته به په افغانستان کې د ناټو هيوادونو په حضور هم خبرې وشي خو اوس دا له وخته مخکې ده چې په اړه يې څه وويل شي.

نوموړي دا خبرې د نيوزلينډ له لورمړۍ وزيرې جاسينډا ارډرن سره له ليدو وروسته يوې خبرې غونډې ته وکړې.

نيوزلينډ د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ سرتيري لري چې په باميان ولايت کې ميشت دي او تر اوسه يې له طالبانو سره په جګړو کې ۱۳ عسکر وژل شوي دي.

د ناټو سرمنشي ويلي دي چې تر دې وړاندې ناټو په افغانستان کې تر سل زرو زيات عسکر درلودل خو اوس دا شميره ۱۶ زرو ته راټيټه شوې ده او زیاته يې کړه چې که څه هم په افغانستان کې حالت سخت دي خو په وينا يې چې افغانان د خپلو چارو مسوليت په غاړه لري.

سټولټنبرګ د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د مذاکرتو د روان بهير څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دوی له دې ټولو هڅو څخخه ملاتړ کوي او زياته يې کړه چې په دې اړه څه ويل به له وخت نه مخکې وي خو په وينا يې چې ملاتړ يې ضروري دی.

د ناټو عمومي منشي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې له تيرو شپږو ورځو راهیسې طالبان او امريکايي لوری په قطر کې سره جرګه شوي دي تر څو د افغانستان قضيه له سياسي لارې حل کړي.

د قطر د روانې غونډې په اړه ځينو سرچينو خبر ورکړی دی چې په دې غونډه کې طالبان له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او امريکايي لوري له افغانستان څخه امريکا ته د ګواښ نه پېښېدلو ډاډ غواړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

ناټوکه شرم درلودای اوکراین به یی له روسیی ژغورلۍ وای هسی دناستی لافی وهی دبن په ناسته کی فیصله وکړه چه کابل ته به ددرنووصلوسره داخله بنده وی شمالی ټلواله یی ولی پریښوده دناټوخبری بی معنادی پلاریی امریکادۍ دامریکاشرموونکۍ قاتل طالب دۍ.په احترام عبدالواحداڅګزۍ