دقسطنطنیې تر فتحې وړاندي د سلطان محمد فاتح د خطبي ځینې خبري

ژباړه : محمد عمران درانی

ای میندو! کیک جوړول،کور منظم او ښایسته کول لږ پریږدی اوپرځای یې سړي جوړول زیات کړئ. زموږ دامت راتلونکی ځوړندسر پسونو ته نه بلکي میړنیو او با ایمانه زړونه ته اړتیا لري. اولادونو ته مو وښیئ چې سهار یواځي ښځي کورکې لمونځ کوي. تنګ پتلونونه او غربي ماډلونه د علی رضي الله تعالی عنه له شان سره نه ښایې چې د خیبرفاتح وي، هغه څوک چې غربی وهم اخستي په همغه وهم کې پاته کېږي.
موري! هغه ته د صلاح الدین ایوبي کیسې کوه، هغه له سعدبن وقاص نه خبرکړه، هغه ته دقعقاع مینه وښیه او هغه ته ووایه چې عمربن خطاب رض څنګه له پينه کالیو سره د شرق او غرب امپراطوری په ګونډو کړي، هغه پوه کړه او ورته ووایه چې هغه چا کې هیڅ خیر نسته چې یوازي دځان لپاره ژوند کوي او بس.
ای موري ! لور ته دي ووایه
چې نیکمرغي په زوره خندا او نازکو جامو کې نده، هغې ته وښیه چې فاطمي رضي الله تعالی عنها له ړندو او عایشي رضي الله عنها ان له قبرونوحیاء کوله.
که ام ایمن نه وي هیڅ اسامه به هم نسي پيدا،که اسماء نه وي ابن زبیر ته هم اړتیا نسته اوکه خنساء نه وه شهیداولادونه به يې له کومه شوي ول.