ورزش

نړیوال جام ته د حمید حسن راستنیدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ اچونکي حمید حسن په هندوستان هېواد کې د ملي لوبډلې سره یوځای تمرینات پېل کړل.

حمید حسن چې له تېر یو کال راهیسې د ټپونو له کبله له لوبډلې بهر دی، ښایي راتلونکې نړیوال جام ته د ملي لوبډلې سره د چټک توپ اچونکي په حیث یوځای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې حمید حسن په هند کې له روان تمریناتي کیمپ سره یوځای شو تر څو روزونکي په راتلونکي نړیوال جام کې د نوموړي د ګډون لپاره ارزونه وکړي.

د افغانستان ملي لوبډلې ۴۴ لوبغاړو د ۲۲ ورځني تمریناتي کیمپ لپاره تېره اوونۍ د هندوستان بنګلور ښار ته سفر وکړ او هلته یې په تمریناتو پېل کړی دی، تر څو د ایرلینډ پر وړاندې راتلونکي سیریز او د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته بشپړ چمتو والی ونیسي.

حمید حسن چې د افغانستان یو له مشهورو لوبغاړو او په غوره یارکر ویشتلو کې نوم لري، خپل کیریئر په ډیرو ستونزو سربېره دغه مقام ته راورساوه، نوموړی د افغانستان لومړی لوبغاړی و چې ۵۰ ویکټې یې پوره کړې وې.

حمید حسن د تېر ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې که نړیوال جام ته د لوبو جوګه وګرځېد او ګډون یې وکړ نو له هغې وروسته به له نړیوال کرېکټ سره هم مخه ښه وکړي، خو ښایي د حمید حسن فیټنس به د نوموړي راتلونکی برخلیک ټاکي.

د یادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ له تېرې اوږدې مودې راهیسې د چټک توپ اچونکي په لټه کې او ددې لپاره یو شمېر ازموینې هم ترسره کړې، خو تر دې دمه ښایي پرځای سم لوبغاړی یې نه دی موندلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x