قطر ته د معصوم ستانکزي د سفر اوازې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د قطر په پلازمينه دوحه کې له تيرو شپږو ورځو راهيسې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د افغانستان د قضيي د سياسي حل په موخه خبرې روانې دي.

په دې غونډه کې که څه هم بل کوم هيواد دخيل نه دی خو څو شيبې وړاندې يو شمیر رسنيو داسې خبرونه خپاره کړل چې د افغانستان د ملي امنيت رئیس معصوم ستانکزی قطر ته روان شو.

د کورنيو او خواله رسنيو سربيره الجزيره تلويزيون هم د خپل همکار په حواله قطر ته د معصوم ستانکزي د سفر خبر ورکړی دی خو تر اوسه قطر ته د نوموړي د سفر په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.

تيره مياشت په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان او امريکايي استازو ترمنځ د افغانستان په اړه غونډه شوې وه او هغه مهال هم د افغانستان د حکومت يو پلاوی متحده عربي امارتو ته سفر کړی و خو طالبانو ورسره له ليدلو انکار کړی و.

طالبانو تر دې وړاندې څو ځلې ويلي دي چې افغان حکومت سره تر هغو خبرې نه کوي تر څو چې د امریکایانو سره د هغوی د ځواکونو د ایستلو په اړه پرېکړه نه وي شوې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

ّر څه سم دی