د زړه خبره سپینه خبره او یوه سپېڅلې ارزو..

اکرام الدين مفتون

که الله رب العزت سپینه سوله راوسته

نو ګرانه عالیقدره قهرمانه مشره زه به کوښښ کوم چې لومړی ستاسې مبارک زیارت ته درشم.

او د نبوي تحفې نه پس د څو تړمو اوښکو په بدرګه په ډېره مینه د دې ټولو بریاؤ مبارکي تاسې ته درکړم.

ګرانه اتله ملنګه مشره!

مونږ ستا احسان منو.

تر اوسه ستاسې په قدم روان یو.

تر اوسه دې هره غیرتي وینا زمونږ په غوږونو انګازې کوي.
تر اوسه دې په قیادت ویاړو او په نوم دې فخر کوو.

ستاسې ایمان او غیرت ته مو سلام دی.

ستاسې جرأت تقوا او همت ته مو سلام دی.

ستاسې قربانیو استقامت ته مو سلام دی.

ګرانه غیوره مشره!

تاسې د مسلمان امت افتخار یاست.

تاسې د روان سپېڅلي جهاد قائد یاست.

د اسلامي نظام د احیاء لوړ اعزاز تاسې ته په برخه دی
د نړۍ وال کفر دماغ تاسې ځای ته راوستل.

د سلطان صلاح الدین ایوبي تاریخ تاسې راژوندی کړ
د نړۍ د هر غاصب او ظالم په وړاندې تاسې د جهاد غږ پورته کړ.

دمسلمان امت دمظلومانو زړونه تاسې وګټل.

سلګونه کلونه پس د عمري عدالت نمونه تاسې وړاندې کړه.

د یوه مېلمه په خاطر مو باچاهي په ملنګۍ بدله کړه
د امت په کچه د اسلامي ورورولۍ ثبوت تاسې وړاندې کړ.

اسلامي او ملي ارزښتونو ته تاسې ژمن پاتې شوئ
سپېڅلی افغانی غرور تاسې وساته.

ګرانه مجاهده مشره!

د هرې بریا،عزت استقلال ،سرښېندنو او نورو ټولو افتخاراتو اعزاز تاسې ته حاصل دی.

او د ټول مظلوم امت د کونډو یتیمانو شهیدانو په نمایندګۍ بیا هم تاسې ته مبارکي وایم.

قبر دې د جنت باغیچه او روح مبارک دې ښاد ووسه.ک

اکرام الدین مفتون

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

مفتون صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! د مشر ملا صاحب د مشری او حیرانونکی جهادی بهیر بیا زیږول او نه یوآځی افغانستان بلکه ټولی اسلامی نړی او مظلوم بشریت ته خپرولو په اړه چه دی ښکلی او په حقایقو ډکه کماحقه لیکنه لیکلی ډيره د قدر وړ او الله ج دی حنتونه زمونږ سره په ګډه در په برخه کړی. یو څه چه زه یی ستاسی د لیکنی سره ورزیاتوم مګر د تبصری د پاره زیات دی بله لیکنه کی به یی ستاسی د نوم په یادولو ولیکم او هیوادوالو سره به یی شریک

جميل
میلمه
جميل

پاک الله(ج) دی اجرونه در نصيب کړی
الله(ج) دی د دنيا او آخرت ارمانونه در پوره کړی
که همداسی اوسی چی ياست تل تر تله به د پاک الله(ج) په زوربريالی ياست
د ملا محمد عمر مجاهد(رح) په اړه چی هر څومره وليکل شی بيا هم لږ دی ،نوم ئی ژوندی ساتی تل ئی يادوی ، کورمو ودان
پاک الله(ج) دی د دی مجاهد ولارويانو ته نور هم توکل او اطمينان ورکړی
يا الله(ج) آخری بری د موئمن ور نصيب کړی آمين يا رب العالمين

پتنګ
میلمه
پتنګ

دا ارمان زما هم په زړه کې پروت دی چې په قبر یې اوښکې توئي کړم هغه د لوړ و اخلاقو خاوند وو ، وطني سړی وو ، سپينې اسانه پښتني خبرې به یې په وطني لهجه کولې ! کله به چې هغه غږیده نو ما به فکر کاوو چې دا خو ټولې زما دپلار او نیکه خبرې دي چې ددین او وطن په هکله به یې راته کولې ! که خدای پاک طالبان موفق کړي نو زما خواهش به له دوی څخه داوي چې د ملا صیب په قبر يوه لویه ګونبزه او ودانۍ جوړه کړي او څنګ ته… نور لوستل »