ورزش

پاکستان ته ماتې؛ د سویلي افریقا وړتیا که د پاکستان لوبډلې بدبختي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ دریمه یو ورځنۍ سیالۍ که څه هم د ورښت له کبله اغیزمنه شوه خو بالاخره سویلي افریقا د ۱۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

سویلي افریقا لوبډله د پاکستان لوبډلې ستر ۳۱۸ منډې هدف پوره کولو پرمهال له ورښت سره مخ شوه، د ورښت له پېل سره د سویلي افریقا منډې د )ډک ورت لویس( قانون له مخې د بریا خپلولو لپاره کمې وې او پاکستان لوبډلې سره د بریا چانس و.

خو د ورښت له ودریدو وروسته سویلي افریقا بیا پېل وکړ، دا وار یې ورښت او قانون مخ ته نیولو سره چټکه لوبه پېل کړه، څو که بیا ورښت پېل شي نو لوبه به ددوی په ګټه وي، ددې لپاره ریزا هینډریکس او فاف ډوپلیسي د ځانګړي پلان له مخې چټکه توپوهنه پېل کړه او وتوانېدل چې لوبډله د قانون له مخې د بریا لپاره پرمخ بوځي.

په همدې ډول د پاکستان لوبډلې لپاره بدبختي دا وه چې ورښت ددوی د بریا پرمهال نه خو د سویلي افریقا لوبډلې د بریا پرمهال ودرید، په دې سره چې سویلي افریقا د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۷ منډې جوړې کړې وې د لوبڅارانو لخوا پریکړه وشوه او سویلي افریقا د ۱۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د پاکستان لخوا په توپوهنه کې امام الحق سلیزه ووهله، نوموړی دویم لوبغاړی شو چې چټکې ۱۰۰۰ منډې یې جوړې کړې، دا ډول بابر اعظم او محمد حفیظ هم نیمه سلیزې ووهلې، خو د ریزا هینډریکس چټکو ۸۳ منډو له پاکستان څخه بریا واخیسته.

په دې سره د سویلي افریقا لوبډله وتوانېده چې د پنځه لوبو سیریز کې په ۲-۱ وړاندې والی خپل کړي، ددوی ترمنځ څلورمه سیالۍ به د یکشنبې په ورځ په «ګلابي ورځ» ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x