د طالبانو او امریکا مذاکرات له اعلاميې خپرولو پرته پای ته رسيدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ شپږ ورځني مذاکرات له تړون او اعلاميې پرته سرته رسيدلي او په راتلونکي کې د مذاکراتو په جاري ساتلو توافق شوی دی.

الجزيره ټلويزون وايي، چې د نننۍ خبرو اجنډا هم د بهرنيو پوځيانو وتل او ممکنه اوربند و.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم د طالبانو د سرچينو او غربي ډيپلوماټانو له قوله ليکلي، چې د قطر کې په ناسته کې طالبان او امریکا يوې هوکړې ته نږدې شوي، چې امریکا به د خپلو پوځيانو د ويستلو لپاره ځانګړی مهالوېش ټاکي او په مقابل کې به يې طالبان له نورو ډلو سره اړيکې پرې کوي او افغانستان به په راتلونکي وخت کې د امریکا لپاره ګواښ نه پېښوي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د طالبانو لوړپوړی مشر ملا برادر د روانو خبرو مشر ټاکل د دې نښه ده، چې دا خبرې رښتينې او جدي دي او هيله  يې ښکاره کړې، چې روانې خبرې به بريالۍ شي.

وړمه ورځ طالبانو اعلان کړی و، چې ملا برادر د طالبانو د مشر شيخ هبت الله اخندزاده سیاسي مرستيال او د قطر د سياسي دفتر مشر ټاکل شوی دی.

الجزيره  ټلويزون د طالبانو د سرچينو له قوله وايي، چې کله امريکا له افغانستانه د وتلو مهالوېش وټاکي، دوی به هم اوربند اعلان کړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې د تېرې اونۍ له دوشنبې راهيسې روانې وې، چې پوره شپږ ورځې روانې وې او نن د ګډې اعلاميه له خپرولو پرته په داسې حال کې پای ته رسيدلي، چې ډېری افغانان له دغې ناستې يوه ښه زيري ته په تمه وو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

د ګډې اعلاميې د نه خپرېدو وجوهات دا کيدای شي چې دواړه لوري به له خپلو مشرانو څخه نهايي سلا مشوره اخلي.

که ګډه اعلاميه خپره شوې وای ډېره ګټوره تماميده پدې معنی چې د سولې ضد کړيو ته به د تاويلاتو او له ځانه جوړو مغشوشونکو اوازو خپرولو چانس په لاس کې نه وای پاتې.

لونګ
میلمه
لونګ

الله مو # کړ پداسو مزاکراتو تاسو خو هسی هم بیکاره یاست د نورو وخت مو ضایع کړ، زما وخت مو ضایع کړ چی هر ورځ خبرونه ګورم. ###