فیسبوک؛ د انسټګرام، واټساپ او میسنجر پیغامونو لیږل یوځای کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک مسوولینو اعلان کړی چې د انسټګرام، میسنجر او واټساپ د پیغامونو لیږل به له فیسبوک سره یوځای ونښلوي.

د ټولنیزو رسنیو پاڼې انسټګرام، میسنجر او واټساپ دا مهال د فیسبوک د ملکیت لاندې دي، چې اوس ددې مشر «مارک زوکربرګ» د دریواړو پیغامونو لیږلو لاره غواړي یوه کړي.

انسټګرام، میسنجر او واټساپ اوسمهال بېلې بېلې اپلیکشنې دي او هر یو یې د پیغام لیږلو ځانګړې لارې لري، خو د فیسبوک نوې پریکړې سره سم به میسنجر، انسټګرام او واټساپ که څه هم اپیلیکشنې یې جدا وي خو پیغامونه به یې یو بل ته استول کیږي.

که یو کس له خپل واټساپ نه د ملګري میسنجر، له میسنجر نه د ملګري واټساپ او یا هم له انسټګرام نه واټساپ او میسنجر ته په یو وخت غږیز، ویډیویي او یا لیکلی پيغام واستوي کولای شي.

د فیسبوک اداري چارواکي وایي چې پر دغې ځانګړتیا کار روان دی او د روان کال تر پایه او یا هم د راتلونکي ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې به یې چارې پېل شي، ویل کیږي چې دا هر څه به د فیسبوک مشر مارک زوکر برګ تر څارنې لاندې کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د