خلیلزاد: له طالبانو سره خبرې له لاسته راوړنو ډکې وې، ادامه ورکوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي «له طالبانو سره مو خبرې  د تېر په پرتله له لاسته راوړنو ډکې وې او په راتلونکې کې  به ادامه ولري».

د خلیلزاد په وینا،  په یادو ناستو کې یې د مهمو موضوعاتو اړوند خبرو کې مثبت پرمختګ کړی خو دواړه لوري  تر دې دمه کوم توافق ته ندي رسېدلي .

د نوموړي په اند «  تر هغو کوم توافق ته نشو رسېدلای تر څو بین الافغانی مذاکراتو ته لاره هواره شوې نه وي او یو هر اړخیز اوربند رامنځته شوی نه وي».

د غه خبرې له طالبانو سره د شپږ ورځنیو ناستو تر پای ته رسېدلو وروسته خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي تر دې وروسته افغانستان ته د راګرځېدلو اراده څرګنده کړې او د کوربه هیواد له میلمه پالنې یې مننه کړې، نوموړي په ځانګړي ډول د قطر د بهرنیو چارو له وزیر مننه کړې چې په یادو ناستو کې یې شتون درلود.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د توافقنامې مسوده چمتو شوې او ژر به خپره شي خو د خلیلزاد په وینا دا ډول څه وجود نلري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د