افغانستانخبرونه

طالبان: د قطر په ناستو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پرمختګ وشو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په قطر کې له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې او په دې اړوند مثبت پرمختګ شوی.

د ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې راغلي « د مذاکراتو په دې پړاو کې د ټاکل شوې اجنډاسره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اونورو اړونده مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو»

اعلامیه وړاندې زیاتوي « داچې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي».

یاده دې وي چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکي طالبان او امریکا د اوربند او له ګډ حکومت سره د خبرو په اړه هوکړې ته رسېدلي خو د مجاهد په وینا دا ډول ادعاوې حقیقت نه لري.

د نوموړي په وینا تر هغو چې د بهرنیانو د وتلو موضوع حل نشي په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري، طالب ویاند همدا ډول د قطر هیواد له کوربه توب مننه کړې چې د ناستو په برخه کې یې د تسهیلاتو په برابرولو کې همکاری کړې.

پاتې دې نه وي چې، د طالبانو تر اعلامیې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم په خپل ټويتر لیکلي وو چې له طالبانو سره ناستې یې له لاسته راوړنو ډکې وې او په حیاتي موضوعاتو یې بحث کړی او په اړوند یې مثبت پرمختګ شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

شکر خدایه
له اتلس کاله روسته،طالیبان اوس ملایان شول.چه د ولس درد یی درک کړ.سوله ته یی میلان پیدا کړ.ماشالله .
نور باید طالیبانو نوم په مولویانو باندی تبدیل شی.تعلیم یی پوره شو.پوره ملایان شول.ماشالله

پتنګ

افرین د نر زامنو ! الله پاک د قدرت ، قوت او څيرکي نوره هم درکړي تر څو چې خپل ځورېدلی اولس د کفارو له ظلم او وژني څخه خلاص کړۍ !!

جميل

افغانان پدی پوهيږی چی : څوک ئی وژنی ، څوک ئی بنديانوی ، څوک ئی له دينه اړوی ، څوک ئی آزادی ځنی اخلی ،څوک مفسده پر حاکموی …….. دا ظالمان ټوله اوس يوه سرنا ږغوی چی د مزدور دولت سره دی خبر وشی ، ځينو بيا د اوربند لکی هم ورتړلی وی . دی احمقانوته بايد بيا او بيا په زغرده وويل شی چي تر څو چی يو غاصب حربی هم پاته وی مونږ د مزدور دولت سره خبری نه کوو او نه هم اوربند منو ، تاسی وزی مونږ پوه شه او ملت مو ، مونږ آزادی اخلو… نور لوستل »

حماد

طالبان: تر څو چې د بهرنیو پر وتلو توافق ونشې پر نورو موضوعاتو پیشرفت ممکن نه دی
امریکا: تر څو چې پر نورو موضوعاتو موافقه ونشې پر وتلو موافقه هم د منلو نه دې

عبدالواحد اڅګزۍ

دبن په کانفرنس کی چه کفاروکمی وعدی کړی وی پریوه یی هم عمل وکۍ اشرفغنی ملحد چه وعدی کړی وی پریوه یی هم عمل وکۍ کفاردرواغ وایی دکفاروحالت اوس سقوط کونکۍ دۍ جهادته ادامه ورکۍ خطاباسی مودوی اوس دجنګ قدرت دلاسه ورکړۍ دۍ دامریکااقتصادی وضع اوس دافغانستان دمصارفوتوان نلری په فریب موترخپل مقصداوکامیابۍ تیروی،دملحدینوسره په هیڅ صورت خبروته حاضرنسۍ چه دشراکت معاهده ورسره وکۍ په اسلام کی وعده خلافی عظیمه ګناه ده الله په قرآنکریم کی فرمایی: (واوفوبلعقود،وفاوکۍ پر وعدو) په کفاروکی هیڅ اهمیت نلری دوی یی سیاست بولی تاسی وګورۍ چه دوی څوواره خپلی وعدی بدلی کړی دی دوی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x