نړۍ

د نړيوالو څېړونکو ډله: سعودي د خاشقجي قتل په قضيه کې همکاري نه کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل قضيې د نړيوالو څېړنو ډله وايي، چې سعودي په دې قضيه کې د دوی د پوښتنو او غوښتنو ځواب نه وايي.

 رویټرز خبري اژانس د خاشقجي د قتل قضيې د ملګرو ملتونو د نړيوالو څېړونکو له قوله ليکلي، چې دوی د يادې  پېښې په اړه استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته د ورتګ او څېړنو غوښتنه کړې، خو قونسلګرۍ لا هم د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د اعدامونو د مخنيوي په اړه د ملګرو ملتونو استازې اګنيس کالامار د ترکيې حکومت په بلنه له تېرې يوې اونۍ راهيسې په استنبول کې ده، خو هغه وايي، چې نوموړې په دې  پېښه کې له سعودي ډيپلوماټانو د مرستې غوښتنه کړې، خو لا هم دوی ځواب په دې اړه له سعودي  قونسلګري کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ملګرو ملتونو دغې استازې ويلي، چې د دوی درې کسيز پلاوی به د جمال  خاشقجي په قتل کې له دخیلو افرادو او دولتونو څېړنې وکړي.

اګنيس کالامار وايي، چې په استنبول کې يې د سعودي قونسلګرۍ ته د ورتګ، ترکيې کې د سعودي سفير سره د ناستې او همدارنګه يې د خاشجقي په قضيه کې سعودي ته د سفر غوښتنه کړې، خو سعودي ډيپلوماټانو او حکومت تر اوسه د دې پوښتنو او غوښتنو ځواب نه دی ویلی.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» کانګريس او د ترکيې حکومت ته په سپارل شوي راپور کې ويلي و، چې خاشقجي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.

د سي ای اې په باور خاشقجي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپلو کالمونو کې پر بن سلمان نيوکې کولې او د هغه کړنې يې د سعودي په زيان بللې وې.

خو سعودي لا هم ټینګار کوي، چې د خاشقجي په قتل کې ولي عهد نه دی ښکېل او په دې اړه يې د ترکيې او نړيوالو څېړونکو ډلو راپورونه رد کړي دي.

د جمال خاشقجي د قتل له امله سعودي عربستان له سختو سيمه‌ ييزو او نړيوالو فشارونو سره مخ دی، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اسرائيل په دې قضیه کې د سعودي ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x