ورزش

نیپالي لوبغاړي د ټنډولکر او شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ په نړۍ کې د پاکستان شاهد افریدي او د هند سچن ټنډولکر دوه هغه نومونه دي چې د کرېکټ هر نړیوال ریکارډ په سر کې نوم لري، د چټکو منډو، نیمه سلیزو او سلیزو په سر کې افریدي خو په نورو برخو کې ټنډولکر نوم لري.

د نیپال ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی روهيټ پاوډیل د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی شو چې په کم عمرۍ کې يې په نړیوالو لوبو کې نیمه سلیزه ووهله، نوموړي دغه کارنامه وړمه ورځ د عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

روهیټ پاوډیل د شاهد افریدي او سچن ټنډولکر دغه ریکارډ مات کړ، له دې وړاندې ټنډولکر په ۱۶ کلنۍ او ۲۱۳ ورځو، شاهد افریدي په ۱۶ کلنۍ او ۲۱۷ خو نیپالي لوبغاړي په ۱۶ کلنۍ او ۱۴۶ ورځو کې نیمه سلیزه ووهله.

په متحده عربي اماراتو کې د نیپال او عربي اماراتو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو سیریز دوام لري، چې په کې روهیټ پاوډیل ۵۵ منډې جوړې کړې او عربي اماراتو لوبډلې ته یې د ۲۴۳ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې ځوان تکړه نیپالي توپ اچونکي سندیپ لامیچاني په زړه پورې څلور ویکټو واخیستې چې د ۱۴۵ منډو په توپير يې بریا خپله کړه او سیریز یې ۱-۱ مساوي کړ.

په یاد سیریز کې لومړۍ لوبه عربي اماراتو ګټلې وه چې دریمه او پریکړه  کونکې یو ورځنۍ لوبه په ۲۸ اکتوبر ترسره کیږي، نیپال او عربي امارات له دې وروسته درې شل اوریزې سیالۍ هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x