افغانستان

طالبان: په ۱۸ مياشتو کې د امريکايي عسکرو په وتلو هوکړه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د رویټرز خبري اژانس او نورو رسنيو هغه راپورونه رد کړي،  چې طالبانو او امريکا د قطر په ناسته کې هوکړې ته رسېدلي، چې امریکايي عسکر به په اتلس مياشتو کې له افغانستانه وځي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن يکشنبه په خپل ټويټر پيغام کې هغه راپورونه بې اساسه بللي دي، چې امریکا او طالبانو په اتلس مياشتو کې د امریکايي پوځيانو په وتلو هوکړه کړې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ له تېرې دوشنبې راهيسې پيل شوي مذاکرات تېره ورځ له ګډې اعلاميې خپرولو پرته پای ته رسيدلي، خو دواړه غاړې د مهمو پرمختګونو پخلی کوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چار وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، چې له طالب استازو سره په ناستې کې پر مهمو مسائلو پرمختګونه شوي، خو زياته کړې يې ده، چې د يو شمېر ستونو او خنډونو له امله وروستي توافق نه دي رسېدلي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي، چې د قطر له غونډې يې د سولې په اړه خوشحالوونکي خبرونه ترلاسه کړي دي.

هغه ويلي، چې امریکا له افغانستانه د امریکايي پوځيانو په ويستلو کې جدې ده.

دا لومړی ځل دی، چې مايک پومپيو له افغانستانه دا امريکايي عسکرو په ويستلو صراحت کوي او همدغه د طالبانو اساسي غوښتنه هم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد

د طالبانو امریکا او افغان حکومت اساسي غوښتنې نورې دې.

امریکا: د امریکا اساسي غوښتنه په سیمه کې پاتې کیدل او د چین پر وړاندې د سیمه ایز پکټ سرپرستې کول دې
طالبان: د طالبانو اساسي غوښتنه د افغانستان اقتدار بیرته ترلاسه کول دی
افغان حکومت: خپل اقتدار ته طول ورکول او د سولې په نوم پروسه کې ټول مخالف لوري د امریکا په خیرات کې ور ګډول دې

جميل

مذاکره چيان ښه په پوهيږی چی څه وکړی
زما په اند تر شپږو مياشتو بايد ډير وخت ور نکړل شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x