نړۍ

مايک پومپيو: امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو په ويستلو کې جدي ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چې د سولې په اړه يې له قطر څخه خوشحالوونکي راپورونه ترلاسه کړي او زياته کړې یې ده، چې هېواد يې له افغانستانه د  خپلو عسکرو په ويستلو کې  جدی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير وايي، چې واشنګټن د افغانستان سولې او خپلو پوځيانو بېرته هېواد ته راستنولو په اړه جدي هلې ځلې کوي.

پامپيو زياتوي، چې امریکا له خپلو نړيوالو ايتلافيانو سره په ګډه هڅې کوي، چې افغانستان په راتلونکي وخت کې د امریکا او  نړۍ لپاره ګواښ نه وي.

مايک پومپيو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره ورځ مازديګر په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې له يو شمېر پرمختګونو سره پای ته ورسېدې.

طالبانو او امریکا دواړو تایيد کړې، چې د قطر په شپږ ورځنۍ ناسته کې يو شمېر مهم پرمختګونه شوي، خو دواړه خواوې د يو شمېر خنډونو او اختلافاتو  له امله وروستۍ هوکړې ته نه دي رسيدلي.

که څه هم د خلکو له هيلو سره سم د  قطر ناستې وروستۍ اعلاميه خپره نه شوه، خو د پېښو څارونکي او همدارنګه د روانې جګړې دواړه اساسي لوري «امریکا او طالبان» د قطر له شپږ ورځنيو خبرو خوښ ښکاري او هيله يې ښکاره کړې، چې په لنډ راتلونکي وخت کې به د سولې دغه خبرې ښې پایلې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x