نړۍ

قطر: د افغان سولې اړوند دواړه اړخونه جدي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): قطر ویلي چې په دوحه ښار کې د امریکا او طالبانو تر منځ په مثبته فضا کې د خبرو تر سره کېدل یو مهم پرمختګ او بریا ده چې د ټولو اړخونو جدیت یې څرګند کړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن دغه خبرې په خپل ټویټر پيغام کې نشر کړي دي.

نوموړي ویلي چې د طالبانو سیاسي دفتر د غړو او امریکايي خاص استازي خلیلزاد تر منځ په مثبته فضا کې خبرې هیله بښونکي دي، د افغانستان د دایمي سولې لپاره مهم ګامونه دي چې اخیستل کیږي.

نوموړي همداراز ویلي چې د مذاکراتو په لومړنیو مراحلو کې دغه پرمختګ د افغانستان د سولې او ثبات پر لورې مهم قدمونه دي، او پر ټولو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو یې غږ کړی چې خپلې هڅې لا هم ډیرې او یو ځای کړي او د قطر ملاتړ وکړي تر څو د دغو مذاکراتو کوربه توب او بریا کې مهم رول ولوبولای شي.

باید وویل شي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن هم په تیرو شپږو ورځنیو ناستو کې دوه ورځې ګډون کړی و او په ځانګړي ډول یې د ځینو اختلافي ټکو پر سر د طالبانو او امریکایانو تر منځ د منځګړي رول لوبولی او اختلاف یې له منځه وړی وو.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوې سرچینې وویل: یوه ورځ داسي هم راغله چې امریکایان مجلس ته نه حاضرېدل، چې له امله یې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله د دواړو ټیمونو تر منځ تګ او راتګ وکړ او دواړو لوریو ته یې د قناعت ورکولو او یو ځای کېدلو دعوت ورکاوه، چې بالاخیره همداسي وشول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع الله وحدت

د افغانستان د اسلامی امارت سیاسي دفتر ته د قطر هیواد له لوري د مکان ورکول ورکول او همدارنګه د سولې په مهمه مسئله کې د نوموړي هیواد رول د ستاینی او یادونې وړ دی او د افغانستان ملت به یې مدیون وي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x