پر ټويټر دروغ، غلط او کرکجن خبر خپروونکو لپاره بد زیری

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې ټويټر اعلان کړی چې د منفي، دروغو اوازو او کرکجنو معلوماتو خپرولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کوي.

د نورو ټولنیزو رسنیو ویبپاڼو په پرتله ټویټر د دروغو، منفي او کرکجنو خبرونو خپرولو کې ځکه وړاندې دی چې پر دې د ټرینډ آپشن تر ټولو زیات کاریږي، ددغه آپشن کارولو سره خبر په چټکۍ خپریږي.

د ټويټر ادارې اعلان کړی چې د دروغو، منفي او کرکجنو خبرونو خپرولو مخنیوي لپاره یې د اصلي ټویټر «original twitter» په نوم نوې ځانګړتیا پېل کړې ده، چې د انډرایډ «Android» او آی او ایس «IOS» ځانګړي کاروونکي ورته لاس رسی لرلی شي.

ددې نوې ځانګړتیا اصلي هدف به د کوم خپور شوي ټویټ، ټرینډ او معلوماتو لومړۍ او اصلي سرچینه معلومول وي، مګر په هغه اکاونټونو چې د ټویټر لخوا تصدیق شوي اصلي سرچینه نوره هم په اسانه معلومولی شي.

دا ډول به په دې ځانګړتیا ددې خبرې معلومولو اندازه کیږي چې یو خپور شوی ټویټ چې له کوم حساب/اکاونټ څخه ټرینډ شوی هغه اصلي دی که جعلي، د اصلي ټویټر له لارې به د ټویټ ټرینډ کېدلو لومړۍ سرچینه مخ ته راشي.

د واټساپ ادارې له وینا سره سم هغه اکاونټونه چې له نورو څخه ټویټونه غلا کوي او په خپلو اکاونټونو یې د اصلي سرچینې په ډول په غلط انداز خپروي، ددغه ځانګړتیا له لارې به یې په اړه هم معلومات ترلاسه کیږي.

تر دې دمه ددغې نوې ځانګړتیا ازموینه په ټولو کاروونکو نه ده پېل شوې خو په ځینو ځانګړو هېوادونو کې پرې کار پېل دی، ویل کیږي چې د څو اوونیو ازموینې وروسته به په نورو هېوادونو کې هم عام شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د