نظــر

د امريکايانو له وتلو وروسته طالبانو ته پرتې ننګونې

عبدالحق حماد

دا ورځې د طالب مشرانو لپاره د اتلسو کلونو تر ټولو د سخت ازميښت ورځې دي، د افغانستان وضعيت په خورا پېچلي حالت کې دی، که له يوې خوا د امريکايانو شکست د طالبانو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه او فتح ده؛ خو له بلې خوا ډېرې ننګونې دي چې که په پوره سنجيدګۍ ورته کار ونه کړل شي، خدای مکړه د 1980 يمو کلونو ترخې او ورانوونکي تجربې به بيا له سره شي.

هغه ننګونې چې د امريکايانو له وتلو وروسته رامخته کېږي:

طالب مشران بايد په دې پوه وي چې اوسنی وخت د تحريک د پيل له وخت سره ډېر توپير لري:

لومړی دا چې هغه وخت هېواد له ملوک الطوائفي سره مخ و او هر چا په خپله سيمه کې ځانته پاچايي جوړه کړې وه، هرڅه چې به يې غوښتل کول يې، د خلکو سترګې د نجات يوې داسې پرښتې ته وې چې له وحشت او دربدريو يې وژغوري، چې هغه پرښته د طالب په څېره را څرګنده شوه او هر چا يې قدمونه ښکل کړل.

اوس هغه ډول حالت نه دی، د هغه وخت په پرتله اوس يوه نسبي اداره موجوده ده او ډېری خلک نه غواړي دا هر څه وران شي.

دويم دا چې هغه وخت طالبان سپينې کوترې وې، د چا پوزه يې هم نه وه ويني کړې، او هر چا ورته د يو پاک او سپېڅلي مخلوق په سترګه کتل، اوس يې اتلس کاله جنګ کړی، د طالب له نامه نه په استفاده ډېر بې ګناه وګړي وژل شوي او ځورول شوي دي.

افغان ځواکونه که څه هم د امريکايانو ملګري وو خو افغانان دي او غم يې بېرته د افغانې مېرمنې او افغانې مور او زوی پر غاړه دی، يوازې په تېرو څلور نيمو کلونو کې 45 زره افغان ځواکونه يې وژلي دي چې هر يوه تر شا په يوه لويه کورنۍ کې يو درد پرېښی دی.

دغه راز روان حالت د امريکايانو له وتلو وروسته حالت سره هم خورا توپير درلودلای شي:

لومړی دا چې کوم جهتونه اوس د امارت پوځي يا سياسي ملاتړ کوي هغوی شايد د امريکايانو له وتلو وروسته خپله پاليسي بدله کړي او آن بيا طالب ته د دښمن په سترګه وګوري؛ ځکه چې تر اوسه له طالبانو د دغو ځينو جهتونو ملاتړ يوازې د امريکا پر ضد دی او له طالب سره هيڅ نوعه خواخوږي نه لري؛ بلکې په راتلونکي کې طالب د ځان لپاره يو ستر خطر ګڼي، هغه که روسيه ده، که ايران دی او که پاکستان دی.

دويم دا چې اوس د اشغال په دوران کې د جهاد کومه داعيه موجوده ده، د اشغال له ختمېدلو وروسته دا داعيه په خپل حال نه پاتې کېږي؛ لکه څنګه چې د ډاکټر نجيب له پرځولو وروسته مجاهدين د يوې معقولې ادارې په رامنځته کولو ونه توانېدل؛ پايله دا شوه چې مخلص مجاهدين ټول په کورونو کېناستل او ميدان يوازې شريرو خلکو ته ورپاتې شو چې بيا يې داسې کارونه وکړل چې تر ننه د هغه مجاهد نوم چاته واخلې داسې لکه ښکنځل چې ورته وکړې.

تر ټولو لويه خبره دا ده چې د طالب او عالم نوم د دين نوم دی، که طالب مشرانو له روانو حالاتو سره د نبوي سيرت په رڼا کې تعامل وکړ الله به دا سپېڅلی نوم نور هم د خلکو او الله په وړاندې سپېڅلی کړي، او که خدای مکړه دا نوم بدنام شي تر ډېرو مودو به يې دين ته زيان رسېږي او بيا به هم د الله په وړاندې، هم د شهيدانو په وړاندې او هم د ولس په وړاندې ملامت يو. (الله دې نه کړي)

نو بايد د امارت مشران د امريکايانو د وتلو له يقيني کېدلو وروسته او له وتلو مخکې له فرصتونو استفاده وکړي او په يو داسې نظام کار وکړي چې هم د شهيدانو ارمانونه چې اسلامي نظام دی، تر لاسه شوي وي او هم داسې اداره وي چې ټول افغانان پکې ځانونه وويني.

په مشخصه توګه ويلای شو چې د امريکايانو له وتلو سمدستي دغو ټکو ته فکر پکار دی:

1- څه ډول د بې ګناه وينو تويولو مخه ونيول شي؟

2- څه ډول د ګډوډيو مخه ونيول شي؟

3- څه ډول خلا راتلو مخه ونيول شي؟

4- او بالاخره څه ډول اداره رامنځته شي چې هم پکې د شهيدانو ارمانونه پوره شوي وي او هم ټولو افغانانو ته د منلو وي؟

الله تعالی مو دې د اسلامي او سوکاله افغانستان هغه ارمان پوره کړي چې ميليونو افغانانو ورته خپل سرونه نذرانه کړل.

کابل، د جمادی الاولی ۲۰ مه، ۱۴۴۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد

طالبان د خپل تیر په څیر لاهم ذهني، علمي او سیاسي بلوغ نلرې او غواړې یوازي ځان د یوه پریشر ګروپ په حیث خلکو ته ور وپیژني نه د یوه مسئول اسلامي خوځښت او د یوه جامع اسلامې نظام د ارمانجنو. ددوي د تیر یوه کال سیاسي مانورونه نه اسلامي صبغه لرې نه ملي او نه انساني، د تیر اختر اوربند له دولت سره اعلان شو، په دریو ورځو کې جهاد ساقت شو، افغان وژنه لغوه شوه ولې د اختر په څلورمه ورځ هر څه په بل ډول روا او حرام شول. همدارنګه په اوس کې له روس سره پټ… نور لوستل »

غوربندي

هماد صاحب

تاسو په مدرسو کې د خيټې د ساتلو په پار وخت تېر کړی کته په خپلو هم مسلکو مو داسې افترا اميزه نيوکې نه کولې.

عقل ګله

اوربند د جهاد سقوط نه بلکه د امريکايانو د رسنيزو اجرتي لوډ سپيکرانو سقوط وو، هماغه اوربند وو چې له مخې يې نړيوالو سترګې خلاصې کړې او طالبان يې د يوه موجه جهت په توګه وپېژندل.

طالبان د امريکايانو تر وتلو وروسته بايد خپل په مخکې پراته ټول خنډونه ليرې او محوه کړی.

غمی،پښتین

غوربندی صاحب،
د حماد خبری بیلکل صحی دی،یو مثال به زه تاته ولیکم،هغه دا چه غوربند کی د ستا کلی کی یوه پیغله نجلی کلینک ته تللی وه.چه بیا د طالیبانو صحرایی محکمه کړه ،او په هغه نجلی یی څو سوه ټنه تیږی واچولی،
نو ایا دا دطالیبانو سیاسی،دینی،اجتماعی،علمی روسته پاتی والی نه دی نو څه دی؟په کوم دین اومذهب کی دا تیږی روا وی؟

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
دیر وبشی پوه نشوم، چی تاسو آيا همغه عبدالحق حماد صاحب یاست چی پورتنی مقاله یی لیکلی دی، او که کوم بل حماد صاحب؟
په هر حال د مقالی په اره خو مخکی می سه ولیکل.
مگر سه چی تاسو دلته لیکی ياست، نه د شرعی لحاظه او نه د سیاسی، نظامی او استراتیژیکو ملحوظاتو له نظره‌، کوم موجه او د قبول ور بنست لری.
په درناوی

عبدالله وردک

ګرانه او قدرمنه وروره حماد صاحب!
السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې د خپلې کورنۍ سره روغ او جوړ وې.
ګرانه وروره!
جزاک الله خیراً.
زه فکر کوم چې ستا مقصد به ۱۹۹۲ کال وي؟ ځکه چې ۱۹۸۰ کالونه خو د جهاد ځلانده کالونه و.
والسلام عبدالله وردک.

پژمان

حماد صیب مننه چې سپينې خبرې دې کړې، طالبان باید د حزب اسلامي له برخلیک ډير څه زده کړي. هغه مهال چې د حزب اسلامي ډيری مجاهدینو ته د کابل جکړې نا مفدسې ښکاریدې په کور کیناستل او میدان زردادیانو ته خوشی شو خو دا ېې هیر ؤ چې جهاد یواځې له کفر سره جکړه نه ده بلکې د اسلامي نظام قایمول دي، اعلاء کلمة الله ده،چې د جهاد تر ټولو اړین او سخت پړاو هم دی نن که ټول حزب اسلامي ته د زردادیانو په سترګه کتل کیږي لامل ېې په زردادیانو د حزب د تکېې تیروتنه ده چې… نور لوستل »

ابوعبيد الرحمن

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ډيري ښي موضوع ته دي اشاره کړي او دا حقيقت دي رسول الله ﷺ واي چي کفر ټول يو ملت دي که هغه په شرق دځمکي کي وي که په غرب کي خو دمسلمانانو دپاره يو نظر او يو هدف لري
او مسلمانان تنها هغه ځمکه ويني چي ورباندي ولاړ وي بيشکه طالب مسؤلين بايد ډير له احتياطه کار واخلي او هيڅ کله دهمسايه ملکونو په وعدو ونه غوليږي له هر نوع بصيرت نه بايد کار واخلي

جلال

حماد صاحب جزاك الله خيرا. ديرو مهمو تكو ته اشاره دى وكر. د محترم وردك صاحب نه هم مننه چی یوه مهم تاریخ یی هم اصلاح وکر. الله تعالی هماغسی چی په مورچل کی خپلو سرتیرو سره مرستی کوی او خپل فضل سره وکری، همهغه قوی المقدم ذات د شه، مثبوت او بادرایته حکومتداری توفیق هم دوی ته ورنصیب کی. اهل خبری سره مشوره یو نبوی سنت دی، اهل کار ته کار نه سپارل د قیامت علامه به وی او یاغی او باغی خلکو ته د انارشی موقع ورکول، د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د قاطع تگلاره، چی… نور لوستل »

مجاهد

عبدالحق حماد صاحب لا تر اوسه هم ویده دی، خبر نه دی چه شپه تیره شوه صبا شو هغه جرګی مړی شوی نوزی شته چه د سروزرو هګی به یی اچولی د کرزی، غنی او خلیلزاد له امریکایی او روسی عینکو حالات څیړی. بیا هم تری مننه کوو چه زمونږ پام یی دغو خیال پلاوونو ته راواړوو، چه باید د عینی او منلو واقعاتو او حقایقو له مخی ترسیم شی او مظلوم اولس تر دی زیات نور ناهیلی نه شی . ځوابونه یی د یوی تبصری د پاره زیات دی لیکنه کی به یی راټول او ځواب کړم

لونګ

یاره فکر کوم چی دا لومړی ځل دی چی یو مطلب سره سل په سلو کی موافق یم. محترم حماد صیب ته د الله نور هم توفیق ور کړی ډیری مهمی مسالی ته یی اشاره کړی ده. دا موضوع باید لکه فرض لمونځ د ټولو سره په یاد کی کوي. خو دا لمړی ټکی چی څنګه د بیګناه وینو مخنیونه وشی دا ټکی باید هر وخت په نظر کی ونیسو که ورسته د امریکایانو له وتلو څخه وی او که اوس. غنی صیب یوه اداره تقریبآ جوړه کړی ده ریښتیا به وایو، دری نیم لکه اردو او پولیس لری که… نور لوستل »

جميل

که ليکونکی پر دين او هيواد مين طالبان سم پيژندلای داسی د نفاق او غرضی ليکنه به ئی نه کولای .

غ.حضرت

وروره
زه یا موږ نه سوو پوه چي لومړی تبصره لیکونکی یعنی حماد صاحب همهغه د مقالې لیکونکی دی او که کوم بل څوک؟-

پتنګ

((طالبان د خپل تیر په څیر لاهم ذهني، علمي او سیاسي بلوغ نلرې او غواړې یوازي ځان د یوه پریشر ګروپ په حیث خلکو ته ور وپیژني نه د یوه مسئول اسلامي خوځښت او د یوه جامع اسلامې نظام د ارمانجنو )) وروره زه شکر مسلمان یم خودیني عالم نه بلکې د بول دالجبرې شاګرد یم او ځوابونه د هم په بولیان درته لیکم ! ستا د لیکنې برخه کومه چې ما په قوس نیولې ده، د ډیرې بې منطقه او دهغو فاسدو دالر خورو بوی ترې راځي کوم چې په کابل کې تش په چوکۍ ناست دي دالر خوري… نور لوستل »

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x