افغانستان

کابل؛ د ښار په منډوي سیمه کې یو مارکېټ اور اخیستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په منډوي سیمه کې د بوټونو په یوه پلورنځي کې د اور لګېدو له امله څو دوکانونه سوځېدلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د اورلګېدو پېښه د میلاد په نوم مارکېټ رامنځته شوې، چې تر اوسه يې اصلي علت معلوم نه دی.

دوکاندارانو رسنیو ته ویلي، چې دروند مالي زیان ور اوښتی، خو لا هم اور وژونکي پرې بوخت دي او هڅه کوي بل مارکېټ ته د اور د غځېدو مخه ډب کړي.

د کابل امنیتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې عبدالحق څلورلارې کې اورلګېدنې درې تنه ووژل.

تر هغه وړاندې نادر پشتون جاده کې په اور کې څو مارکېټونه لولپه شول، چې دولت له زیانمنو خلکو سره د ژمنې تر څنګ لا هم کوم عملي اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x