د نن سرلیکنه

د راتلونکو مثبتو خبرو د ژر پیلیدو په هیله

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تقریبا تر یوې اونۍ مسلسلو خبرو او چنو وهلو وروسته تیره ورځ مازدیګر مهال په دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ مذاکراتي بهیر د یوې مشترکې اعلامیې له صادرولو پرته پایته ورسیده .

که څه هم چې ظاهرا یاد بهیر له کومې ملموسې پایلې پرته پایته ورسیده ، خو د شنونکو په باور چې په یاد شپږ ورځني جر و بحث کې د افغان لانجې ډیر پیچلې اړخونه را سپړل شوي او په هواري یې د طرفینو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش او په افغانستان کې د اوربند اعلان د مذاکراتي لوریو ترمنځ د نزاع او نقاش وړ هغه ټکي دي چې لا هم لاینحل پاتې دي خو په اړه یې د طرفینو ترمنځ ډیرې خبرې شوې دي.

د مذاکراتي بهیر دواړه لوري باوري دي چې د دوی ترمنځ روانې خبرې له یولړ خاص جدیت او اهتمام سره مل وي چې دا نقطه ورکي ډیره هیله بښونکې او د دې ښکارندویه ده چې د مذاکراتي بهیر راتلونکی اساسي پړاو به د دواړو لوریو د لوړو پوړو او باصلاحیته استازیو لخوا بیا پیل شي.

خو که خدای وکړي چې د مذاکراتي بهیر راتلونکی پړاو ژر پیل شي ښه به وي ، ځکه چې د طرفینو ترمنځ پوځي جبهه لا هم پرانیستې پاتې ده او د خبرو په همدې مقطعي جریان کې به هر یو د مقابل لوري مغلوب کولو په غرض جنګي زور آزمايي کوي چې له ډیره بده مرغه د دې جنګي سیالۍ زور به هم تر ډیره له افغان ولسه ضائعات اخلي او د هلمند، کونړ ، لوګر، ننګرهار او خوست په څیر خونړۍ پیښې به ورکې رامنځته کیږي.

د ګډ حکومت له منځته راتلو او له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیکولو وروسته خپله د ولسمشر غني په اعتراف تنها د دولتي لوري تائید شوي تلفات ۴۵۰۰۰ کسان دي چې له شکه پرته دا سخت ټکان ورکوونکي ارقام دي.

له بلې خوا په تیرو نهو میاشتو کې د امریکایانو له خوا پر افغانانو باندې د ۶۰۰۰ زره بمونو غورځول چې یواځې یوه یې تیره میاشت د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دیرش تنه غړي ووژل په لسګونو زره ولسي افغانان وژلي چې په دې سره هم د امریکایانو په خلاف او هم د هغوی په دفاع کې اصلي متضررین افغانان دي چې د تحمیلې جګړې ټول زور د دوی تر سینه خیږي.

خدای دې وکړي د جانبینو ترمنځ راتلونکي غونډې ژرپیل او په هیواد کې د ویرزیږوونکې جګړې په خاموشه کولو باندې پایته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد

ماشاالله بیخي له حقیقت څخه ډکه لیکنه وه.

د نن ټکې اسیا له ادارې څخه هم مننه چې ډیر پر ځای ریښتینی ملي او اسلامي دریځ لرې، مخکي موږ ددې ویبپاڼي مطالب نه کتل، خو اوس چې ورسره اشنا شوی یو نو ددغه ډول مسئولو رسنیو رول زښته زیات دې په دې حساسو شیبو کې.

لونګ

زه خو ددی ویب پاڼی یواځنی دښمن وم. خو اوس دا هم ماته ثابته شوه چی دا ویب پانه تر ډیره حده بیطرفه ده، خو بیا هم ځینی کسان خپلی خبری او تبصری دلته خپروی چی حماقت، دښمنی، او حسادت بوی ترینه راځی. د یوه پرمخ تللی افغانستان آرزو ورسره نوی، غواړی چی دغه څه کارونه چی اوس په افغانستان کی شوی ټول تباه کړي. ډیری پدی عقیده دی چی د غنی اردو او پولیس خو باید ټول ورک شی. یونیفور او نظم نوي، هماغه د طالبانو د پخوانی امارت پروګرام چی د یوه تلیفون کولو لپاره به پیښور او… نور لوستل »

Sardar norani

سمه ده

غوربندي

په دې هيله چې د مذاکراتو لړی ژر تر ژره ادامه ومومي او شر اچوونکې کورنئ او بهرنی کړی د سبوتاژ کولو چانس ونه مومي.

Speen Ghar

Talib Jana, Talib Gulla,
You suffered a lot during the last 17 years. Be careful, and make sure you do not skid away. Your rivals are too cheeky and too tricky to work with and they are a lot big and big MAKERJANS. Again, be careful and make sure you do not get stranded..

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx