افغانستان

د کار وزارت سوالګر پر څلورو ډلو وېشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي، کابل ښار کې شته سوالګرو د وېش لپاره يې یوه طرحه برابره کړې ده.

د دې وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي، دوی هوډ لري چې سوالګر پر څلورو ډلو ووېشي، په وینا يې په دې ډول به يې له هغوی سره مرسته کړې وې.

احمدزي رسنیو ته ویلي، یو هغه سوالګر دي چې د سوالګرۍ مستحق دي، بل هغه دي چې همدا يې کسب ګرځېدلی، درېیم هغه دي چې له نورو ښارونو را لېږل شوي او څلورم هغه ډول دي چې له مافيايي کړیو سره لاس لري.

هغه وايي د دې طرحي د تطبیق لپاره لومړی په ښار کې د سوالګرو سروې کوي، وروسته به مستحق خلک معلوموي او مرسته به ورسره کوي.

شاوخوا څلور کاله وړاندې (۱۳۹۳ل، ۱۳ وږي) نن ټکی اسیا په یوه مفصل راپور کې کابل ښار کې د سوالګرو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل، چې ډېری يې په کرایه ورکول شوي دي.

یاده دې وي په کابل کې لسګونه خیریه ټولنې، د بشري حقونو سازمانانونه، د ماشومانو د حقونود خوندیتوب په نامه بنسټونه، د مېرمنو لپاره د حقونو غوښتلو ټولنې او سازمانونه فعال دي چې تر اوسه يې په دې برخه کې هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x