مسلمان افریقايي لوبغاړو سرفراز احمد سره همکاري وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د پاکستان کرېکټ لوبډلې مشر سرفراز احمد او د سویلي افریقایي تور پوستي لوبغاړي انډايل فیلوک وایو ترمنځ سوله وشوه.

سرفراز احمد چې د لوبې بایللو پرمهال یې په یاد تورپوستي لوبغاړي پسې د نسل پرستۍ او تعصب څخه ډکې جملې کارولې وې، په ځانګړې لیدنه کې له هغه څخه بخښنه وغوښته.

څو ورځې وړاندې چې سرفراز احمد پر خپلو کړنو له سویلي افریقا لوبډلې او په ځانګړي ډول په نښه کونکي لوبغاړي انډي فیلوک وایو څخه بخښنه وغوښته، که څه هم د سویلي افریقا لوبډلې مشر د خپلې لوبډلې په نیابت هغه ته بخښنه وکړه خو بیا هم سرفراز احمد له نوموړي سره په لیدنه کې یو وار بیا له هغه بخښنه وغوښته.

سرفراز احمد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې له نوموړي سره یې په ځانګړي ډول ولیدل او مخامخ یې ترې بخښنه وغوښته، «هغه زما بخښنه ومنله، او زه د سویلي افریقا ولس څخه هم هیله لرم چې بخښنه راته وکړي».

اوس پوښتنه دا کیږي چې ددې لیدنې لپاره زمینه برابرول د چا کار و؟

د راپورونو له مخې د سویلي افریقا لوبډلې دوه مسلمان لوبغاړو هر یو هاشم املا چې هر وخت د کرېکټ سیالۍ پرمهال د ښو اخلاقو سمبول ګرځېدلی او عمران طاهر (چې پاکستاني اصله افریقایي دی)، د پاکستان ملي لوبډلې غوراوي مشر انضمام الحق سره یو ځای د سرفراز احمد او فیلوک وایو په لیدنه کې مهم رول ولوباوه.

که څه هم د کرېکټ نړیوالې شورا د لوبې پرمهال د نسل پرستۍ او تعصب خبرو کولو سره د لوبغاړي لپاره سخت قانون لري خو تر دې دمه یې د یادې پېښې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

یاده دې وي چې سرفراز احمد د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې دویمه سیالۍ کې هغه مهال چې لوبه د پاکستان لوبډلې له لاسه وتلې وه پر تورپوستي افریقایي لوبغاړي د نسل پرستۍ او تعصب جملې وکارولې، دغه جملې د ویکټو شاته میګ ثبت کړې او په چټکۍ سره په ټولنیزو رسنيو خپرې شوې.

په یاده سیالۍ کې سویلي افریقا لوبډلې د انډایل فیلوک وایو په زړه پورې آلراونډر کارکردګۍ سره له پاکستانه لوبه ګټلې وه، نوموړي لومړی ۴ ویکټې واخیستې او هم یې ۶۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه سیالۍ نن یکشنبه ترسره کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د