افغانستان

شنونکي: پراخ تلفات، عسکرۍ ته پر جلب‌وجذب مستقیم اغېز لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غني وویل، چې د نړۍوالو د ګټو لپاره يې په څلورو کلونو کې ۴۵زره عسکر قرباني کړي دي.

پوځي شنونکي پر دې باور دي، چې پوځي برخه سمه نه مدیریت کېږي او د دا ډول پراخو تلفاتو له اعلان سره نور څوک زړه نه‌شي ښه کولی چې پوځي لیکو کې کار ته مخه کړي.

پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل هشت صبح ته ویلي، د هیڅ وژل شوي عسکر ځای بل نه شي ‌ډکولی، په وینا يې «موږ ټانګ جوړولی شو، خو انسان نه.»

د هغه په وینا دا پراخ تلفات د عسکرو د کورنیو او هغو کسانو زړونه ماتوي چې عسکرۍ ته يې زړه کېده.

سرچینه د یو بل پوځي کاروپوه میرزا محمد یارمند له خولې لیکي، چې د پوځ روزنه معیاري نه ده، که څه هم بهرني ځواکونه د دولتي عسکرو روزنه، تمویل او مشوره لویه لاسته راوړنه بولي، خو دغه کارپوه وايي، چې دوی ته معیاري روزنه نه ده ورکړل شوې، ځکه ډېر تلفات لري.

نږدې درې میاشتې وړاندې حکومتي سرچینو د تلفاتو شمېر ۲۸زره تنه ښوودلی و، خو تازه محمد اشرف غني نږدې نیمايي برابر نور هم پرې ور زیات کړل.

دا په داسې حال کې دی چې د دفاع نوي سرپرست وزیر څرګندونې هم له تعرضي حالته دفاعي ته ښويېدلې دي.

اسدالله خالد د کار په لومړیو کې ويلي و، د مخالفو وسله‌والو به سر وهو او سنګر به يې نیسو، خو تېره ورځ يې کونړ کې وویل، د دې وزارت تر لاس لاندې ځواکونه به د توان تر وروستیو «دفاع» وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x