نړۍ

پاکستاني طالبانو ګوت څنډنه کړې چي له حکومت سره به کړي تړون مات کړي

hafiz_gul_bahaderنن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۱) پاکستان: له هغه څخه وروسته چي پاکستاني فوځ بیان ورکړي وو،چي وزیرستان کی دامریکایی ډرون هدف یواځي بهرني اوداخلی اورپکي دي، ملکي تلفات ډیرکم لیدل کیږي.

په شمالي وزیرستان کي دپاکستاني طالبانو مشر حافظ ګل بهادر، پاکستاني چارواکوته خبرداري ورکړیدي چي دپاکستان له حکومت سره به هغه لوزنامه ماته کړي، کوم چي پکي لیکل شوی وه، پاکستاني فوځونه به له سیمه څخه پرشاه کیږي، سیمه به طالبانو ته پریږدي،

خو پدۍ شرط چي طالبان به دپاکستاني ځواکونو په خلاف بریدونه نه کوی، او په سیمه کی به دولتي ګټی ترګواښ لاندی نه راولي، اودریم شرط یی داوو چي طالبان به له سیمه څخه دافغانستان په لور نه اوړي او له دغه ځایه به پرافغاني ځواکونو بریدونه نه کوي
له ۲۰۰۸ کال څخه بیا تراوسه پوري له دواړو لورو څخه یو هم یو دبل دګټوپه خلاف کوم منفي قدم نه وو پورته کړي
لیکن اوسکي چي کله دپاکستاني فوځ له لوري دډرون بریدونو په اړوند کوم دریځ خور شوی وو او هغه کي دپاکستاني فوځ په ډاګه کړي وه، چي وزیریستان کي دډرون بریدونو قربانیان یواځي اویواځي داخلي اوبهرني اورپکي دي، اوله دی سره سره په سیمه کي یو ځل بیا دامریکایی بی پیلوټه الوتکو حملو زور اخیستي دي
دغه ټول هغه عوامل وه چي ځایی طالبان یی قهرولیدي او دولت ته یی ګوت څنډنه کړیده که په منطقه کي بریدونه بند نه شي نو هغه تړون به مات کړي کوم چي دحافظ ګل بهادر دپلویانو اودپاکستاني فوځ ترمنځ لاسلیک شوی وه.
ګل بهادر زیاته کړه، وزیرستان کي دامریکایانو له لوري ټول بریدونه دپاکستاني چارواکو په خوښه اوموافقه باندي ترسره کیږي، اوطالبان به دهغه بیان بدله ضرور اخلي کوم  چي په وزیرستان کي دپاکستاني ځواکونو دقومندان میجر جنرل غیور له لوري ورکول شوي وه، چي دامریکي له لوري په بریدونه کي ډیري بهرني اوکورني اورپکي له منځه تللي دي
ډان نیوز ………. ژباړه   بخت الرحمن بخت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x