افغانستان

کندهار کې يو څارنوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کندهار ولايت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو يو تن دولتي برحال څارنوال وژل شوی دی.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې څارنوال عدالواحد نن سهار لس بجې د کندهار ښار په دوهمې امنيتي حوزې اړوند د هرات دروازې په سيمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وويشتل شو او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

عزيزي وويل چې بريد ګر له سيمې نه په تيښته بريالي شوي دي خو زياته يې کړه چې د نيولو له پاره يې هڅې روانې دي.

څارنوال عبدالواحد چې د کندهار د استيناف څارنوالۍ کې يې دنده درلوده چې په بريد کې لومړی ټپي شوی دی او بيا يې په
روغتون کې ساه ورکړه.

تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې د نامعلومو وسله والو له لوري دولتي کارکوونکي په نښه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x