ملي امنیت خوست کې د باروړونکو موټرو ګڼ چلوونکي زنداني کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د خوست ځينې اوسېدونکي وايي ملي امنیت د ګڼو هغو باروړونکو موټرو چلوونکي زنداني کړي، چې پر غلام خان بندر يې بېلابېل توکي را وارېدول.

پژواک د خوست د سوداګرو ټولنې د مشر جمال تڼي په حواله وايي، ګڼ موټر ګمرک کې ولاړ دي او چلوونکي يې ملي امنیت زنداني کړي دي.

سرچینه زیاتوي ملي امنیت ورته د خوراکي توکو او بې کیفیته درملو واردولو پلمه کوي، خو په وینا يې دوی د ګمرک رسمي پاڼې په لاس کې لري او را وراېدېدونکې توکي يې ټول کتل شوي دي.

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نواب امیرزی هم وايي، حکومت د دې پر ځای چې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړې پر وړاندې يې ستونزې جووي.

تر اوسه د ملي امنیت ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د خوست د ګمرک چارواکو نه دي ويلي، چې نیول شوي کسان رښتیا هم پر تاریخ تېرو توکو را وارېدېدلو تورن دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د