بلخ: طالبانو چمتال ولسوالۍ کې يوه مهمه پوسته نيولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو يوه مهمه پوسته نيولې ده.

د امين الله په نامه د چمتال ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه ددې ولسوالۍ په مرکز کې يوه مهمه امنیتي پوسته بريد وکړ چې په نتيجه کې يې پوسته سقوط شوې ده او تر لسو ډېرو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته طالبانو هم ويلي دي چې په دې بريد کې يې پوسته په بشپړه توګه په خپله ولکه کې اخیستې ده او ۱۳ تنو او امنيتي سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان وايي چې د پوستې له نيولو سر بيره يې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

چمتال ولسوالۍ د بلخ ولايت يوه له نا امنه ولسواليو څخه ده چې وخت په وخت په کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د