ارشیف؛ له طالبانو سره زنداني عسکر

هرات: طالبانو ۳۵ تنه نظامي بنديان له زندان څخه خوشې کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په هرات ولایت کې د افغان دولت ۳۵ تنه نظامي کارکوونکي له بنده خوشې کړي دي.

دغه زندانيان چې له څه مودې راهيسې له طالبانو سره په بند کې وو نن له زندان څخه خوشې کړل شوی او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې دغه پنځه ديرش تنه نظامي زندانیان چې په بيلابيلو وختونو او جګړو کې د طالبانو له لوري نيول شوي دي له بنده ازاد شول.

خبر پاڼه زياتوي چې دا زندانيان يې د ترحم، شفقت او خواخوږۍ له مخې ازاد کړي دي.

د يادونې وړ ده چې له طالبانو سره د افغان امنيتي ځواکونو او نورو دولتي مامورينو يو شمير کسان زندانيان دي چې وخت په وخت يې ځينې له بنده ازادوي.

بل لور ته د افغانستان په زندانونو کې هم ګڼ شمير طالب زندانيان شته چې وخت په وخت په زندان کې له شکنجو او تعذيبونو څخه سرټکوي.

په خبرپاڼه کې د ددې ۳۵ تنو زندانيانو نومونه هم ياد شوي دي.

۱ بسم الله ولد زبیح الله ولد نورالله

۲ عبدالطیف ولد محمدشاه ولد شاه محمد

۳ شیراحمد ولد نورشاه ولد عظیم

۴ عبدالکریم ولد عبدالرحیم ولد عبدالکریم

۵ نوراحمد ولد بشیراحمد ولد امیرمحمد

۶ عبدالقدیر ولد عبدالعلی ولد محمدعمر

۷ عبدالواحد ولد عبدالعزیز ولد عبدالکریم

۸ مصطفی ولد عبدالرحمن ولد محمد عمر

۹ نورعالم خان ولد میرباچاخان ولد باچا

۱۰ سیدابراهیم ولد میربرات ولدمیر جلات

۱۱ ګل آغا ولد محمد غوث ولد ګل محمد

۱۲ غلام حضرت ولد شیراحمد ولد محی الدین

۱۳ نظر محمد ولد عبدالستارولد ماسم

۱۴ سید اشرف ولد شیراحمد ولد محی الدین

۱۵ سمیع الله ولد غلام نبی

۱۶ محمد ولد نورمحمد

۱۷ فضل احمد ولد عبدالظاهر

۱۸ محمد حافظ ولد عبدالقدیر

۱۹ محمد اکبر ولد ګل احمد

۲۰ حضرت علی ولد دولت محمد

۲۱ بختیار ولد نورعلی

۲۲ محبوب الله ولد امیر محمد

۲۳ سمیع الله ولد میرزمان

۲۴ لعل محمد ولد عبدالقادر

۲۵ حیات الله ولد احسان الله

۲۶ خالد ولد ګل احمد

۲۷ حماد ولد میرافغان

۲۸ ثابت الله ولد ګلان شاه

۲۹ خیبر ولد ګل زمان

۳۰ شامیم ولد احمد جان

۳۱ عبدالبصیرولد محمد کریم

۳۲ نثار احمد ولد محمد امان

۳۳ عبدالجبار ولد عبدالحکیم

۳۴ عزیزالرحمن ولد محمد الله

۳۵ نورمحمد ولد قاری محمد

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

حکومت دی پالمثل عمل وکړی. دا حرکت هم د سولی خواته یو وړوکی قدم دی چی باید استقبال شي.

Zubair
میلمه
Zubair

دومره انسانیت چرته وو په حکومت کي