افغانستان

ولایتي شورا: لوګر کې د حکومت په ځای طالبان د خلکو حقوقي ستونزې حلوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولايتي شورا وايي چې ددې ولايت په ډېرو ولسواليو کې د حکومت په ځای طالبان ددې ولايت د خلکو ستونزې حلوي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی ناصرغيرت وايي چې ددې ولايت د څلورو ولسواليو عدلي او قضايي ادارې د لوګر په مرکز پل علم کې دي او د هغو څلورو ولسواليو خلک طالبانو ته د خپلو ستونزو د حل له پاره ورځي او خپلې قضايي ستونزې پرې حل کوي.

د محمد قسيم په نامه د لوګر د ولايتي شورا يو بل غړی هم وايي چې طالبانو ته په خوښۍ، څرخ، خروار او بره کي برک
ولسواليو کې خلک د خپلو ستونزو د حل له پاره مراجعه کوي او هغوی يې په اړه پرېکړه کوي.

د لوګر والي محمد انور اسحاق هم دا مني چې په يادو ولسواليو کې د حکومت په ځای طالبان د خلکو حقوقي ستونزې حلوي؛ خو زياتوي چې په دې اړه به له مسؤلينو سره خبرې وکړي او بيرته به په ولسواليو کې عدلي او قضايي ادارې خپل فعاليت پيل کړي.

د لوګر اوسېدونکي هم وايي چې په دولتي عدلي او قضايي ادارو کې د فساد او رشوت او قضيو په وخت نه خلاصېدو له امله اوس ډېری خلک د حکومت په ځای خپلې قضيې طالبانو ته وروړي او هغوی يې په ښه توګه او ژر مسئلې ورحلوي.

د یادونې وړ ده چې يواځي لوګر نه دی چې خلک يې خپلې حقوقي ستونزې د حل له پاره طالبانو ته وروړي، مګر د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې خلک هغوی ته خپلې حقوقي ستونزې وروړي او هغوی يې ورته حلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x