ورزش

سرفراز احمد د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا له بنديز سره مخ شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا پر پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر سرفراز احمد د کړې غلطۍ او پر هغې اعتراف کولو په تور د څلور ورځو بنديز ولګېد.

سرفراز احمد چې د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې په دويمه سيالۍ کې هغه مهال چې لوبه يې له لاسه وتلې وه د سويلي افريقا پر تور پوستي لوبغاړي په غوصه کې د نسل پرستۍ او تعصب جملې وکارولې.

د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا له هر اړخيز معلوماتو ترلاسه کولو څخه وروسته پر نوموړي نن د يکشنبې په ورځ له سيالۍ پېل کېدو وړاندې د ۷.۳ مادې قانون له مخې -چې نسل پرستي، تعصب او داسې نور يې تر لاندې راځي- څلور سياليو بنديز ولګېد، د نوموړي په نه شتون کې د پاکستان لوبډلې مشري شعيب ملک کوي.

سرفراز احمد سر له مخه پر خپلې غلطۍ اعتراف کړی او له سويلي افريقا لوبډلې يې بخښنه هم غوښتنې وه چې د افريقا لوبډلې مشر يې بخښنه ومنله او هغه يې له خپل طرفه معاف اعلان کړ، وروسته سرفراز احمد د ياد لوبغاړي څخه مخامخ ناسته کې هم بخښنه وغوښته.

اوسمهال د سويلي افريقا او پاکستان لوبډلو ترمنځ څلورمه يو ورځنۍ سيالۍ دوام لري چې لومړی توپوهنه د سويلي افريقا لوبډله کړې، خو کم ۱۶۵ هدف ته په کتلو لوبه د پاکستان په طرف ښکاري.

پر سرفراز احمد ياد بنديز سر له ننه پېل شوی، نوموړی په ننۍ لوبه کې نه دی شامل شوی او پرځای يې شعيب ملک لوبډلمشري کوي، له دې وروسته د سويلي افريقا پر وړاندې د شل اوريزو سياليو سيريز پرمهال به هم له دوه لوبو بهر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x