افغانستان

طالبان او امریکایان راتلونکې میاشت بیا جرګه کیږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي ناستو د راتلونکې پنځمې لړۍ په نیټه موافقه کړې ده.

نن ټکی اسیا ته له مذاکراتي بهیره یوې باخبرې منبع ویلي چې ټاکل شوې د روان کال د فبرورۍ په ۲۵ نېټه د دواړو لوریو پلاوي یو ځل بیا د قطر په پلازمینه دوحه کې خپلې ناستې پیل کړي.

تمه کیږي چې دا ځل به د تېرې ناستې په ابتدائي توافقاتو باندې تفصیلي بحث کیږي او په نتیجه کې به یې د توافقنامې مسوده نهايي شکل خپل کړي.

تېره ورځ د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د افغانستان د قضیې د سیاسي حل په موخه د مذاکراتي ناستو څلورمه لړۍ تر شپږ ورځني جر وبحث وروسته پای ته ورسېده.

په دې ناستو کې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې غوښتونکي وو او په مقابل کې امریکایانو د دې تضمین غوښتنه کړې چې له راتلونکي افغانستان به امریکا ته ګواښ نه متوجه کیږي.

طالبانو، امریکایانو او کوربه هیواد قطر ټولو د دغو ناستو پایلو ته خوشبیني ښودلې او په راتلونکي کې يې د یوې داسې هوکړې هیله څرګنده کړې چې په هیواد کې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.

که څه هم د غونډې برخوالو دغې مذاکراتي پروسې ته د بریا هیلې په عموم کې پریښي او له جزئیاتو یې ډډه کړې، خو دغه بهیر ته نږدې منابع وايي چې امریکایانو منلې چې د روان کال د اپریل تر اخیره به نیمايي پوځیان له افغانستانه وباسي او د پاتې نیمايي هغو د وتلو په مهالویش به دواړه لوري په راتلونکو غونډو کې کار کوي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو توافق ته په نږدې کیدو سره طالبان د افغان قضیې داخلي بعد ته هم نږدې کیدونکي دي او ویل کیږي چې طالبان له افغان سیاستوالو، مخورو، دیني علماوو او متنفذینو سره د لیدنو او تماسونو لپاره چمتووالی نیسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

تر پنځویشتمه.فبروری پوری که چیری دواړه خواوی د جنګ بند کړی ښه به وی
دا څلویښت کاله جنګونه وه.دا څو ورځی د ارامی حقداران افغانان دی.
رسمی اوربند د نه کوی، خپلو قوماندانانو ته د ووایی چه جنګ بس کړی.

لونګ

دومره همت او رحم چی دوی درلودای نور به غم څه وه.

Karwan

لونګ خانه، داخلي غلامانو ته د ووايه چه جګړه بنده کړي او دشپي په نامردي دخلکو په کورونو عمليات مه کوي او په دي صورت کي به جګړه ودريږي او ريښتني سولي ته به لار هواره شي. اما يو ځه به وي هغه داچه بيا به ستاددالري تبليغاتو مخه ونيول شي. کاروان

لونګ

دا مطلب د کعبی د امام له طرفه ولولي. هغه وایی چی طالبان او داعشیان له اسلامه بهر دي.
https://pa.azadiradio.com/a/26982850.html?fbclid=IwAR0O8pMBCCfdwpz6xCfGsWJqd-T7dmsDfq_31JYWc-UEwhAep4xq0pSh5NE

غوربندي

لونګ صاحب

ستاسو سافت پروژه لکه چې په خلاصیدو ده ځکه نو له ارشیفه زاړه له وخت تېر او له کاره لویدلي توکي شریکوی.

حماد

د هغه طالبانو لپاره چې صرف د خپل رب ذوالجلال د رضا دپاره جنګیږې وروڼو: تاسو چې ځانونه د الله تعالی پر دین قربانوي نو لومړی د الله تعالی ددین او د هغه د رضایت باب او لاره هم ځانته مالومه کړئ، حکیم الامت مولانا اشرف علې تهانوي رحمه الله د خلافت په تحریک او نورو سیاسي تحریکونو کې ځکه عملي برخه نه اخسته چې ټولو ته یې وفرمایل چې لومړی ماته ددغه فعل یا کار د نهایې مقصد او هدف مالومات راکړئ هسې له احساساتو په ګټه اخستني سره ددین نوم اخستل او بدنامول زما کار نه دې، حضرت… نور لوستل »

جميل

حماد صاحب سلام عليكم ؛ دا اتلس كاله د چا په فتوا طالبان جنگيژى ، د دوى دا تولى قربانى و تاسوته عبث شكارى پدى چى كوم دربارى مفتى د جهاد فتوا نده وركرى . كه په كوم مورد كى طالبانو خداى مكره دين بد نامه كرى وى لطفاً يى يادونه وكرى ، تهمت لگول گناه ده . كوم كليمه گويه چى تاسى يى په وژلو خوابدى كيژى هره ورز د كفارو سره يوزاى پر موءمن ولس چاپى اچوى ، ودوى ته د كفارو مزدور او منافق ويل كيژى او لكه همغه محارب كفار دوى هم واجب القتل گنل دى.… نور لوستل »

غمی،پښتین

حماد صاحب سلامونه، الله ج د اجر درکړی.روځ په ورځ مو سترګی خلاصیږی .د ستاسو ښه علماوو په برکت سره، ڼن ما له یوه عربی ملا سره د طالیبانو په باره بحث کاوه.ما ورته وویل چه طالیبان علما دی یعنی د پیغمبرانو وارثان دی، عربی ملا راته وویل چه بیلکل علما د پیغمبرانو وارثان دی،خو داسی علما د نبی وارثان نه شی کیدای چه خپل مقتدیان په بمونو ماینونو ځانمرګیو لوخړه کوی. ستا خبره صحی ده ،تحقیق په کار دی،هسی نه چه اوبه له وارخه تیری شی .بل مثال،د حضرت عثمان ر ض عنه قاتل عبدالرحمن بن ملجم.د قران استاد… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close