افغانستانخبرونه

پاکستان: د مزار شریف په قونسلګرۍ کېدونکې حمله مو شنډه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي «په مزار شریف کې د پاکستان په قونسلګرۍ کېدونکې حمله یې شنډه کړې».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د مزار شریف په ښار کې یوې مېرمنې غوښتل قونسلکرۍ ته له لاسي بم سره ننوزي او هلته په کارکوونکو حمله وکړي خو قونسلګرۍ ته تر ننوتلو وړاندې ښځه نیول شوې».

اعلامیه وړاندې زیاتوي« قونسلګري تړل شوې او د پېښې جزئیات په کابل کې د پاکستان له سفارت سره شریک کړل شوي او د سفارت له لارې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه شوې».

یاده دې وي چې پاکستان دا مهال د افغانستان په سترو ښارونو کې څلور قونسلګرۍ لري چې د «مزار شریف، هرات، جلال اباد او کندهار» په ښارونو کې موقیعت لري چې د نورو قونسلګريو په پرتله سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

له د حمله څخه باید پاکستان پوه شی ،چه افغان ولس له تور لنګی پنجابیانو څخه کرکه کوی.همدا څو ورځی خبرو کیدلو باندی یی یو میلیارد ډالر واخیستل .او پنځه میلیارده نورور روان دی،
یعنی اوس یی بله نوی غوا لنګه شوه،تجارت راوان دی.ډ
دا ښځی خو صرف حمله کړی،که چیری زما له وسه کیدای ،ټول انډیا می په پاکستان ور مارش کاوه.پاکستان می بیا په انډیا بدله وه.او دا نعری می وهلی چه ،جایی هند.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x