افغانستان

ايا د امریکا او طالبانو دښمني په ختمېدو ده؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي  خلیلزاد ويلي، د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره مذاکراتو کې بې ساري  پرمختګونه شوي، خو لا هم د دواړو غاړو ترمنځ په دې اړه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

خلیلزاد هيله ښکاره کړې، چې په دغو مذاکراتو کې د نور پرمختګ لپاره به بله ناسته په راتلونکې فبرورۍ کې وي.

د الجزيرې ټلويزون «ما وراء الخبر» پروګرام د افغانستان روانې اوولس کلنې جګړې د لاملونو او دواړو خواوو ترمنځ د دښمنۍ په اسبابو او راتلونکي افغانستان په اړه بحث کړی دی.

اتفاق او اختلاف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي، چې د قطر په ناسته کې دواړه لوري دې هوکړې ته رسېدلي، چې امريکايي پوځيان به له افغانستانه وځي او په مقابل کې  يې  طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د امريکا او ايتلافيانو پر ضد نه کارول کيږي.

بل پلو سياسي کارپوه او څېړونکي احمد ماجديار ټينګار کړی، چې  د مذاکراتو پر مهال طالبانو ژمنه کړې، چې د القاعدې په شمول به له ټولو وسله والو ډلو سره خپلې اړيکې پرې  کوي.

د دواړو لوريو ترمنځ لا هم د اختلاف ټکي شته او ښاغلي ضعيف په دې اړه وايي، چې طالبان لا هم  د امريکا هغه غوښتنه نه مني، چې دوی دې له افغان حکومت سره خبرې وکړي؛ ځکه چې طالبان افغان حکومت په رسميت نه پېژني او نه يې د افغان ولس استازي بولي، بلکې د طالبانو په باور افغان حکومت د امریکا لاس پوڅی دی.

ضعيف دا هم وايي، چې طالبان لا هم د اوربند په اړه د امریکا غوښتنې ردوي؛ ځکه چې طالبان د هېواد راتلونکي او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه له امريکا د قوي ضمانتونو غوښتونکي دي.

له امریکا سره شته فرصتونه

که طالبان د امریکا غوښتنې ونه مني او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي، نو امریکا به جګړې ته دوام ورکوي او د سولې روانه پروسه به پرېږدي؟

د احمد ماجديار له نظره دا کار د امريکا لپاره د حل لاره نه ښکاري، ځکه چې امریکا پوهيږي، چې په تېرو اوولسو کلونو کې يې د افغانستان جګړه د زور له لارې  ونه ګټله او د افغانستان بحران بايد يوازې له سياسي لارو چارو حل شي او زياتوي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په وتلو ټينګار کوي.

د ماجديار په وينا امریکا به تر هغو له افغانستانه ونه وځي، تر څو پورې، چې طالبانو ورته له القاعدې سره د  بشپړ پرېکون او له افغانستانه امریکا ته د ګواښ  نه پېښېدو ضمانت نه وي ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکا ته هر فعال ګروپ او حتی هر رښتونی مسلمان چه د الهی نظام داعیه لری ، القاعده او د القاعدی غړی وایی. یعنی امریکا د اسلام سره د دین او مسلمانانو سره منحیث مسلمانان تضاد نه لری برخلاف امریکا اسلام منحیث نظام الهی او مجاهد مسلمان سره کرکی او دشمنی لری. یعنی د طالب مجاهدینو سره تر القاعدی ډیره کرکه او دشمنی لری چه د الهی نظام غوښتونکی او پیاده کونکی دی. مګر دا چه د طالبانو د ماتولو او مهارولو زور یی ونه رسید اوس ځانته په دی خبره د اوړو پوزه ږدی چه که طالبان له القاعدی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

هدایت الله وروره دکفارواومسلمانانودښمنی نسی ختمیدلای،الله په قرآنکریم کی پرمایی : که کفارصلح وکی هم دډیروغسی غاښونه چیچی وګوره په څنګه بی رحمۍ یی زموږ ماشومان،تورسری،ځوانان اوسپنږیری شهیدان کړل ،له امریکارغلی دی موږهیڅکله ددوی دښمنی نسوهیرولای اونه دخپلوشهیدانودانتقام پری ښودونکی یو زموږوطنی ملحدین ددوی ملګری دی الله څنګه موږته وښوده چه زمااوستاسودښمنان یودی مهمه نده چه انګلسی وایی اوکه پښتوخوزه دطالبانو وروڼوڅخه داخواهش لرم چه لمونځ ګذاره سیاسی مسلمانان که ږیری لری اوکنه له ځانوسره په دوهه اونوروځایوکی له ځانه سره دمشوری په قسم ملګری کی کفارمخ پرسقوط دی انشاءالله ژربه د۵۷-اسلامی ملکواتحاد جورسی موږبایددخپلو شهیدانوپرقبروددوستۍ تړونونه ونکودادالله یوامتحان دۍ… نور لوستل »

نشته

عبدلواحد اچګزۍ بلکل زماهم دتا ریاده

استاد اريوبى

له امريكې سره د طالب استازو روانې خبرې اګرکه په پوره دقت سره روانې دي مګر بيا هم د اسلامي ډلو سره د تړاو ټکى د اندېښنې وړ دى . اود اندېښنې له پاره يې لاندې وجوهات شته 1 ـــــــ فرض کړه د طالب حکومت راغى او اسلامي نظام جوړ شو نو طبعاً به د اسلامي نړۍ مسلمان ګروپونه د طالب د مشرتابه د پيروۍ غږ کوي نو ايا طالب به منعه کوي؟ که منعه کوي يې نو ايا دا د مسلمانانو ترمنځ تفرق او جدايي نشوه ؟ او که طالب د بل هيواد مسلمان ته لبيک وايي نو د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x