نظــر

د قطر د غونډې ګډه اعلامیه ولي نشر نشوه..؟!

لیکوال: نعمت میوند

د خلیلزاد او طالب استاځو ترمنځ شپږ ورځنۍ مذاکراتي غونډه د توقع خلاف له ګډي اعلامیې نشرولو پرته پای ته ورسیده، په داسي حال کې چې طالبان او امریکایان دواړه په یوه خوله اعتراف کوي چې خبري یې مثبتي او له پرمختګ ډکي وي.

نو پکار دا و چې په غونډه کې د شویو توافقاتو یو مستند لاسلیک شوی متن یې نشر کړی وای.

دا چې ولي دا کار ونشو؛ خلکو ته شک پیدا شو چې ګویا په خبرو کې د پام وړ پرمختګ ته لا هم لاره پاتي ده، د طالبانو او خلیلزاد خوشبیني هسي د ځان خلاصولو، یوه دیپلوماتیکي نمایشي هڅه ده.

له همدې ځایه ده چې په میډیا کې مبهم او ناڅرګند خبرونه خپریږي، څوک د امریکا پله درنه ګڼي او څوک بیا د طالبانو مطالب منلي شوي بولي. مګر د نژدې سرچینو معلومات ښيي چې توافقات شوي، خو نه خپرول یې هم د نورو عواملو په وجه امریکایي لوري ځنډولي دي.

دا چې بیا به د دې اعلان کله کیږي، او شوی توافق به څنګه او د کوم تضمین له مخي عملي کیږي؛ دا به په نژدې راتلونکي کې څرګنده شي، خو د ګټندوی او نا ګټندوی په اړه یې ځکه څه نشي ویل کیدای چې له موقتي ګټي ورهاخوا د دواړو لوریو په وړاندي بیا هم ستري ننګوني پاتي دي. چې په وروستي پراګراف کې به یې یادونه وکړو.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د باخبره طالب سرچینو څخه ترلاسه شوي؛ بحث پر همغه اجنډا شوی؛ کومه چې طالب لوري وړاندي کړې وه او توافق هم پر همغه دوو خبرو شوی چې یوه یې د امریکا غوښتنه وه (چې له افغانستان نه امریکا ته تهدید نه متوجه کول) او بله یې د طالب لوري مطالبه وه ( چې د بهرنیو ځواکونو حضور په کلي ډول پای ته رسول).

طالب سرچینو ویلي، چې په میډیا کې ذکر شوې آوازې چې وایي په 18 میاشتو کې به بهرني ځواکونه وزي، اوربند به کیږي، له موجوده افغان حکومت سره به طالبان خبري پیلوي؛ دا هیڅ حقیقت نلري، د طالبانو په وینا، امریکایي لوري د خپلو ټولو ځواکونو وتل منلي، خو د وخت پرسر چنې وهي، د سرچینو په خبره، طالبانو له 3 تر 5 میاشتو وخت ورته ټاکلی، او د وتلو پرمیکانیزم به یې په راتلونکو لنډو ورځو کې یو کاري ګروپ چې د دواړو لوریو په خوښه به جوړیږي؛ کار کوي.

د امریکايي ځواکونو د وتلو په مقابل کې به طالبان پر داسي یو سند لاسلیک کوي چې راتلونکی افغانستان به د نړۍ خصوصاً د امریکا لپاره هیڅ ډول امنیتي ګواښ نه رامنځ ته کوي.

طالب سرچینې وایی، چې په ګډه اعلامیه کې د دغه توافقنامې د نشرولو په مقابل کې امریکايي استاځي بیا وړاندیز وکړ، چې تاسو دا ټکی هم په کې ذکر کړئ چې له افغان حکومت سره به خبري پیلیږي. خو طالبانو یې له منلو انکار وکړ، خلیل زاد وویل، که چیري زموږ او ستاسو اعلامیه له دغه ټکي پرته نشر شي نو دا به د موجوده افغان ادارې پر خلکو ډېر بد اغیز ولري، وارخطایې به رامنځ ته کړي او د امریکا لپاره به له هرډول لاس ته راوړني خالي یوه توافقنامه وګڼله شي، نو تاسو یا د مشترکي اعلامیې له نشرولو تیر شئ او یا دا ټکی پکي ذکر کړئ.

طالب سرچینه وایي چې دلته بیا توافق پر دې وشو چې خلیلزاد له خپلې غوښتني تېر شو( چې له افغان حکومت سره د خبرو پیلولو ذکر کول دی) او طالب پلاوی د مشترکي اعلامیې له خپریدلو تیر شو. مطلب دا چې د دواړو لوریو ترمنځ توافقنامه بیا هم پرخپل حال پاتي ده، خو په ګده نشرول یې ځنډول شوي.

د طالبانو یوې بلې سرچینې هم دا خبره تأیید کړي خو په دومره توپیر سره چې وایی، د دغې توافقنامې مسوده به هم هغه کاري هیئت تیاروي چې لږ مخکي یې یادونه وشوه، د دواړو لوریو څخه جوړ هغه هیئت چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر میکانیزم به ږغیږي او په راتلونکو لنډو ورځو کې به کار پیلوي.

د دغې سرچیني په وینا، امکان لري د توافقنامې دا مسوده به ځينې نړیوال هیوادونه هم بیا امضا کړي ترڅو تضمین رامنځته او د سرغړونو مخه ونیوله شي.

بل خوا طلوع نیوز تلویزون د خلیلزاد او د هغه د ټیم د سرچینو په حواله ویلي چې وای په دوحه کې له طالبانو سره هیڅ ډول توافق نه دی لاسلیک شوی. مطلب دا چې د طلوع نیوز د دغه خبر په استناد په قطر کې هیڅ ډول موافقه او پرمختګ نه دی شوی او یا دا چی توافق شوی خو لاسلیک شوی نه دی، په داسي حال کې چې مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکایی ځواکونو وتلو ته جدي دي. او د خلیلزاد نوري څرګندوني هم ښيي چې په غونډه کې یې توافقات او پرمختګونه کړي.

نو له دې ضد او نقیض څرګندونو نه مالومیږي، چې یا خو خلیلزاد دلته هم له چل ول نه کار اخلي او یا رښتیا هم د افغان حکومت د روحیاتو ساتلو په غرض د واقعیت د پټولو هڅه کوي او یا داچي امریکا له طالب سره د موافقي راڅرګندول او خپلي پښې سپکول به داسي ډول، تدریجاً تر سره کوي چي د امریکا یانو ذهنیت هم جوړ وي او کابل اداره هم تر هغه وخته مطمئنه ساتي چي ترڅو ټولي خبري نهایې شي او ترهغه وخته ونه شړیږي، خو که په هره وجه وي؛ د شنونکو له نظره په داسي یوه ستره مسئله کې دومره ابهام بدي پایلې لرلای شي، چې باید طالب لوری دغه باریکي درک کړي ترڅو د افغانستان برخلیک د دغسي مبهمو پریکړو او یا ضد و نقیض څرګندونو له امله، خدای مکړه له غټ مشکل سره مخ نشي.

د دغي موضوع دویم اړخ دا دی چې که چیري طالب او امریکایی لوری رښتیا هم یوې رښتیني موافقې ته رسیدلي وي، او دوی یې د ځانونو لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼي؛ خو بیا هم ځیني شنونکي دا توافقنامه کافی او پوره نه بولي، دا ځکه چې فعلاً دواړه لوري له یوې اوږدې خونړۍ جګړې ځخه د ځان خلاصون لویه بریا ګڼي او دا واقعاً چې یوه لویه بریا هم ده ، مګر د امریکا او طالب لوري ترمنځ د آینده لپاره لانجه بیا هم لاینحله او یا اقلاً ناڅرګنده پاتي ده، دا نه دي ویل شوي چې په آینده کې به امریکا طالب واکمني ته په کوم نظر ګوري، آیا بیرته به همغه د 2001م کال مخکي پالیسي ورسره خپلوي، سیاسي او اقتصادي بندیزونه به بیا هم جاري وي؟ او که به د نړۍ د نورو هیوادونو او نظامونو په څیر رسمي تعامل ورسره کوي؟

خو دا چې امریکا له آینده افغانستان نه اطمئنان له طالب نه غواړي؛ د دې خبري بیا دا معنی ده چی امریکا منلي چې آینده واکمن به طالب وي که نه وي نو بیا طالب د څه شي تضمین او اطمنان ور کوي د یوه هيواد بل هیواد ته اطمنان خو حکومتونه ورکولای شي نه یوه مخالفه ډله.

دا او داسي نور… ډېر مسائل، کیدای شي په مذاکراتي غونډو کې یې ضمني یادونه شوي وي، خو په توافقنامه کې یې هیڅ ډول یادونه نه ده شوي، او دا واقعیت دی چې دا ډول توافقنامه د مسئلې اساسي حل نشي ګڼل کیدای، که څه هم په آني ډول د افغانستان اتلس کلنه معضله پای ته رسیدونکي ښکاري، امریکایی لوری هم له بې ګټي او نا ګټونکي جګړې ځخه داسي ځان ایستلی چې د اوړو پوزه جوړول ورته ویل کیدای شي، او طالب لوری د اشغال په خاتمې سره خپله نظامي بریا نړیوالو ته ثابته کړه او د یو فاتح لوري په بڼه یې افغانستان له خونړۍ جګړې وژغوره.

خو دا ډول توافقنامه بیا هم د څیړونکو له نظره بنسټیز حل نشي ګڼل کیدای، البته ممکنه ده چې په نورو موضوعاتو به هم بحث کیږی خو فعلا به په دا دوو خبرو توافق شوی وې چي هیواد وال بیا هم باید امید واره و اوسي.

د یادوني وړ ده چي د مذاکراتو له روان بهیره طالب لوري دوه نوري ګټي هم تر لاسه کړي یو دا چې امریکا او نړۍ ته یې ثابته کړه چي له دوی ماسیوا په افغانستان کې بله ډله یا نظامي ځواک نشته او دوهمه دا چې طالب غورځنګ اوس د ګاونډیانو په شمول د چا تر اغیز لاندي نه دی او د هر ډول غټو فیصلو اختیار یې په خپل لاس کې دی، چې دا دوه خبرې امریکا ته هم په ګټه دي ځکه چې مقابل او د فیصلې کولو جهت ورته معلوم شو او له دې وروسته به یې چالاکه دوکانداران د تیر په څیر نه تیر باسي.

پای ……………!
2019 – 1 – 28

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګلاجان کوچی

لکه څنګه چې امريکا له طالبانو په موافقت نامه کې د ضرر نه رسولو ليکلی تضمين غواړي پکار ده چې اسلامي امارت هم له امريکا څخه په همدې موافقت نامه کې په راتلونکي کې د هغې له لوري د ضرر نه رسولو ليکلی تضمين واخلي، ځکه چې د طالبانو ضرر نه مخکې هغوی ته متوجه وو او يې په راتلونکي کې څه آسانه امکان شته، پداسې حال کې چې امريکايانو پرون هم افغانستان په راکټونو ويشتلی وو او د طالبانو مخالفان يې تمويل کړي او استخدام کړي وو، او په راتلونکي کې هم پر دې کار قادر دي، نو د… نور لوستل »

علی شاه.غازی یار

ټولو ته سلامونه،
دا جګړه نه امریکا وګټله .او نه طالیب.ځکه چه جګړه ګټونکی نه لری.د امریکا هم تباهی په کی وشوه.او طالیبان هم په کی سخت کونډ کپر شول،افغان ولسی خلک پکی تباه شول.خو ګټه یی پاکستان خوری،
هم د افغانستان خاوره نیسی،او هم یی د مذهب په نوم په خپل منځ کی سره جنګوی.
دا جګړه ختمیدو سره ،وخت او تاریخ به خپله سینه وسپړی او ډیر حقیقتونه به بیان کړی.وخت به تیر وی لاسونه به طالیبان سولاوی چه ولی مو مخکی خبری نه کولی.

جمال

گلا جان ورور، نه تضمین شته او نه داسی تضمین سوک چاته ورکوی شی، امریکایانو ماته خوڑلی، صرف د خٹی پوزه غواڑی چی خپله ماته پری پٹه کڑی، گنی هر سڑی پوهیگی چی غوا توره شیدی سپینی دی

Ahmad

ښاغلی غازی یار صاحب د سلام او نیکو هیلو په وړاندی کولو سره الله د وکړی چی روغ رمټ یاست وروره خبره دا ده چی دا د مسلمانانو لپاره جګړه نه بلکه یوه فریضه وه چی ادا یی کړه او الله تعالی مونږ مسلمانان پری مکلف کړی یو ولی کیدای شی په سیاسی لحاظ روان جهاد په بعضو مواقعو کی ښه مدیریت شوی نه وی او بعضی تیر وتنی پکی شوی وی چی دا کار بیا د انسان سره د ژوندانه په هر ډګر کی تړلی دی دا هم د پام وړ خبره ده چی اسلام نه مطلق جنګ سره… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x