افغانستان

خلیلزاد: د قطر غونډې په اړه د رسنیو راپورونه «ګنګوسې» دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): په قطر کې له طالبانو سره له نږدې یوې اوونۍ وروسته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی کابل ته راغی او په ارګ کې يې د حکومت له مشرانو سره کتلي دي.

د ارګ خبرپاڼې دعوه کړې چې په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد د خپل سفر جزییات د حکومت له شریکانو سره شریک کړي دي.

د سرچینې په حواله خلیلزاد ورته ویلي چې د نظام پر ډول او مؤقتې ادارې په اړه يې خبرې نه دي کړي او د رسنیو خپاره شوي راپورنه يې «ګنګوسې» بللې دي.

د غونډې تر پای یوه ورځ وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د وضاحت په ډول خپره کړې اعلامیه کې وویل چې ډېر تمرکز يې د بهرنیانو پر وتلو و او له «کابل ادارې» سره د خبرو یا هم بهرنیانو ته د اتلس میاشتې موده کې د وتلو اړوند راپورونه يې بې اساسه وبلل.

ارګ لیکلي محمد اشرف غني هم له زلمي خلیلزاد مننه کړې او هڅې يې ستایلې دي.

ټاکل شوې د طالبانو او امریکا تر منځ بله غونډه راتلونکې فبرورې میاشتې کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x