افغانستان

کندوز؛ نفوذي بریدګر د اکاډمۍ پوځي روزونکی وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کندوز په مرکز کې د طالبانو نفوذي سرتېري د لویو لارو پخوانی قومندان او د پوځي اکاډمۍ اوسنی روزونکی قومندان امان الله زري وژلی دی.

طالبان وايي بریدګر ملګری يې تر دوی روغ رمټ ور رسېدلی او په برید کې د قومندان امان الله دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پېښه تېره شپه د مرکز اړوند امام صاحب بندر په پوسته کې را منځته شوې او سرتېرو يې د بریدګر ملګري تود هرکلی کړی دی.

تر اوسه د کندوز ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پوځي شنونکو په باور د سرتېرو بریدونو تر څنګ نفوذي بریدونه هغه څه دي چې د دولتي ځواکونه روحیه ځپي او په منځ کې شته باور يې هم له منځه وړل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x