
غزني؛ د جګړې دواړه لوري د تلفاتو اړولو دعوې کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): غزني کې ځايي نظامي چارواکي او طالبان په بېلابېلو پېښو کې د درنو تلفاتو خبر ورکوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې دعوه کړي چې اندړو کې يې څلور، قره باغ کې ۱۲ او مقر کې يې شپږ طالبان وژلي دي.
طالبانو په آببند ولسوالۍ کې د ډلهییزو چاودنو په وسیله د بهرنیانو او کورنیو عسکرو د مرګژوبلې خبر ورکړی دی.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ګډو ځواکونو غوښتل د دوی پر زندان چاپه ووهي، خو پیاده شوي عسکر تر زندان شاوخوا خښ کړل شوي بمونو باندې الوزول شوي دي.
خبرپاڼه لیکي: «له سیمې د ترلاسه شوي موثق راپور په استناد مجاهدینو لا له وړاندې د یو پیاوړي تصمیم له مخې د محبس شاوخوا په ځمکنیو ماینونو پوښلې وه، چې په ډليیز انفجار سره یې د دښمن قوت ټوټه ټوټه او تر ۲۰ زیات ګډ دښمن عسکر مړه او ټپیان شول.»
د غزني ځايي چارواکو د آببند د پېښې او طالبانو د قول اردو د کړې دعوې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.