افغانستان

ګارډين: د سولې لپاره لومړی ځل رښتینې هیلې پيدا شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین په قطر کې د امریکا او طالبانو د مخامخ اوږدو خبرو اترو په اړه خپاره کړي مطلب اړوند لیکلي، چې دا لومړی ځل دی چې د سولې لپاره رښتینې هیلې پیدا شوې دي.

ورځپاڼې د یو سیاسي مبصر ګراهم سمېټ په حواله لیکلي چې په یادو اوږدو خبرو کې پر څلورو مسئلو خبرې اترې شوې چې هیلې ورته پیدا شوې دي.

هغه ویلي د دې تر څنګ ویلی شو، چې لا هم د سولې خبرې اترې په لومړیو پړاوونو کې دي.

سمېټ ویلي، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، اوربند، له «تروریزم» سره مبارزې او له بهرنیانو سره له توافق وروسته پر بین الافغاني خبرو اترو بحثونه شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د ارگ اعلامیه د زلمي خلیلزاد او محمد اشرف غني د لیدنې اړوند خپره کړې اعلامیه کې د هغه له خولې د قطر غونډې اړوند د رسنیو راپورونه «ګنګوسې» بللې دي.

د ارګ اعلامیه لیکي زلمي خلیلزاد ورته ویلي، پر مؤقته اداره هیڅ ډول بحث نه دی شوی.

ویل کېږي د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو اترو بله غونډه د راتلونکې فبرورې میاشتې په وروستیو کې وشي.

طالبانو هم د یادې ناستې په اړه د رسنیو راپورونه ناسم بللي دي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه لیکلي: «د مذاکراتو په دې پړاو کې د ټاکل شوې اجنډاسره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اونورو اړونده مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو؛ داچې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x