پر ډېورنډ کرښه اغزن تار زر کیلومترو ته په رسېدو دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د پوځ وايي، پر ډېورنډ فرضي کرښه يې د اغزن تار کار نږدې زرو کیلومترو ته رسولی دی.

د دې پوځ ویاند اصف غفور په وزیرستان کې رسنیو ته ويلي چې تر اوسه يې د دې تار غځونې پر وړاندې د پام وړ خنډ نه دی لیدلی.

غفور وویل، پر ټوله شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره کرښه يې د اغزن تار غځولو کار تر ۹۰۰ کیلو مترو رسولی دی.

پر ډېورنډ فرضي کرښه د تار غځونې تر څنګ، د وېزو حتمي کېدل او پر دې کرښه د خندق کېندنې په اړه لا هم افغان چارواکي چوپه خوله دي.

د دې تر څنګ د مدني او سیاسي فعالانو په نوم هغه بنسټونه هم غلي دي چې د «لوی افغانستان» او ګڼو نورو ډېورنډ کرښې ضد بنسټونو پر نوم د فعالیت دعوې کوي.

یاده دې وي پر یاده ټوله کرښه یوازې په پکتیا او خوست کې کله نا کله د ځايي خلکو له لوري د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې مقاومت شوی، خو ژر غلی شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د