
کابل ته غځېدلې برېښنا بغلان کې پرې شوې ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): بغلان کې د برېښنا شرکت کارکوونکي وايي دوشي ولسوالۍ کې د جګړې له امله کابل ته غځېدلې برېښنا پرې شوې ده.
پژواک د یادې سرچینې په حواله وايي چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په سنګ سوراخ سیمه کې د دولتي ځواکونو او طالب سرتېرو تر منځ جګړه وشوه، چې له امله يې د برېښنا مزي پرې شول.
همدا شېبه هم کابل کې برېښنا نشته، خو د برېښنا ریاست چارواکو پر رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي چې دوی د ستونزې پر حل بوخت دي.
وړاندې تر دې د غزني اوسېدونکو ازادي راډیو ته د کابل ـ غزني برېښنا د پرې کېدو په اړه ویلي و، چې د نورو عواملو تر څنګ د ملي اردو عسکر هم پکې ښکېل دي.
د برېښنا شرکت چارواکو ویلي و، چې پر هر ځل بیا جوړېدو دوی د نږدې سیمو خلکو، ځايي زورواکو او هغوی ته چې په بیا جوړېدو کې یې کروندې زیانمنېږي پیسې ورکوي.