افغانستان

اشرف غني: افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شمير صفر ته راښکته کوو «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني څو شيبې وړاندې له ارګ څخه په ويډيويي پيغام کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.

محمد اشرف غني ويلي دي چې افغانان په خپل هيواد کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو په شتون خوښ نه دي او زياته يې کړه چې دوی به په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شمير په تدريجي توګه صفر ته راښکته کړي.

ارګ نن سهار ويلي وو چې له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د قطر د غونډې په اړه د افغانستان د ګډ حکومت مشر سره ليدلي او د قطر د غونډې له جزياتو يې خبر کړی دی.

محمد اشرف غني په خپل دې ويډيويي پيغام کې ويلي دي چې هيڅ افغان په خپل هيواد کې د بهرنيو ځواکونو په موجوديت خوښ نه دی او نه هم غواړي چې د اوږدې مودې له پاره بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي په بې ساري توګه په خپلو خبرو کې د ملکي وګړو په وژنه هم وغږېد او ويې ويل چې په روانه جګړه او هوايي بريدونو کې عام افغانان وژل کيږي او زياته يې کړه چې دا بريدونه ورته د منلو وړ نه دي.

هغه د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې په ملکي وګړو هوايي بریدونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د سنګين په څېر پيښې بايد بيا تکرار نشي.

د يادونې وړ ده چې محمد اشرف غني د پخوا په نسبت دا ځل په خپلو خبرو کې د امريکايانو د پاتې کېدو په اړه ټينګار نه کاوه او خبرې يې له نورو وختونو سره په توپير کې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګلاجان کوچی

ښه خوب دې لیدلی، خو چې يخې اوبه پسې ونه چښې!

جمال

چرگوڑی بیا سه وایی، ڈیر بی شرمه دی

پتنګ

دې احمق ته ګورۍ پرون یې څه ویلې او نن څه وائي !! هې مسلمانانو د سنګین د بمباري امر چا ور کړی او د شپو دچاپو امر اشغالګرو او مذدورانو ته څوک ورکوي ؟؟ دا امر ونه خو قومندان سر اعلی ورکوي چې هغه خو دغه درواغجن متفکر دی او نن بیا اولس غولوي او سنګین ته اشاره کوي ددې خلقو او وړو زړو قاطل خو متفکر دی ځکه ده ځکه چې اشرف غني خارجیانو ته امر ور کړی او په صلاحیت یې چاپې اچول کيږي په لوګر کې په هره اونۍ کې چاپه ده او انسانان پکښې وژل… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

عیناًدنجیب ګو سیاست یی شروع کۍ تاکمه وعده پرځای که چه موږدی اوس خبره ومنو،الله په قرآنکریم کی فرمایی:هغه وخت چه زماعذاب ووینی بیاتوبه وکاږی دهغه توبه زه نه قبلوم اوس ستاتوبه نه قبلیږی ته اوکرزۍ دلکوافغانانوقاتلان یاست بایدپه دارسۍ.

غمی،پښتین

اڅکزی صاحب.
د خدای ج په خدایی کی ځان مه شریکوه.چه تا غنی او کرزی صاحب ته لیکلی چه توبه مو نه قبلیږی.الله ج څخه بخنه وغواړه تر اوسه د توبه در نه دتړل شوی.
بل دا چه طالیبان هم ملایکه نه دی،طالیبانو لاسونه تر مړوندو پوری په وینو کاکړ دی. دملت قاتل .هم طالیب ،هم دولت ،هم امریکا هم پاکستان او هم ته یی .ټول باید سره د ستا محکمه شی.

Karwan

غمي خانه، دا تبليغات دي په درد نه خوري، ځان اصلاح کړه او توبه وباسه او نوره کينه دمسلمانانو په مقابل کي مه نيسه. کاروان

غمی،پښتین

کاروان صاحب سلامونه.
کوم کاروان د چه روان کړی.او یا دا چه په کوم کاروان کی روان یی .لاره یی غلطه کړی ده.او دا کاروان د ترکستان په لور روان دی..نوره خوښه د خپله.

عبدالواحد اڅګزۍ

ته که پرقرآنکریم ایمان لری،۴۱حم السجده آیات ۸۴-۸۵ په معنی ووایه هغه خوکافردۍ چه بیله آیات ویلوامرکوی،طالبان پرحقه لارجهادکوی زه بیله علمه فتوانه ورکوم داسی معلومیږی چه ته یاکمونسټ یاجاهل یی.

جميل

دا لوى منافق اوس توله شه پيژنى ، كوم ترون چى د خبيث لاسليك كرى و موءقت نه و . صبا به وأيى دادى ترون هم لغوه كوم او امريكايانوته وايم چى ووزى كه نه په زوره مو باسم ، لكه مرتد نجيب چى ويل روسان ما وايستل . اى خبيثه د شيطان ملگريه ! ته او تا غوندى منافق او مفسد نور په دى پاكه خاوره كى نشى پاته كيداى ، دا د زمريانو خاوره ده نه د بگيلو گيدرو او چغالانو، له كومى چى راغلى واست په هغه لاره له خپلو بادارانو سره لكى په شا مندلى بيرته… نور لوستل »

غمی،پښتین

جمیل صاحب.
عینا خبره مجاهدینو خلقیانو ته هم کوله لکه تا چه لیکلی.خو خبره بر عکس هماغه خلقیان بیرته مشران شول ،او مجاهدینو چینګی داړی پاتی شول.
د نجیب د ډلی کسان ډیر طالیبانو سره هم ملا وتړله،چه د هغه له جمله څخه ستاسو #### هم دی،
وروره بی اتفاقی او اور ته لمن مه وهه،والله که څوک په قصه کی هم وی.ڼن.ټکی اسیا څخه مڼنه کوه چه تبصری د نشر کوی.او ته بل کار هم نه لری،

جميل

غمى جان! ما خو به تاته سه نوى ويلى. ستا ولى پدى خبيث غلام خوا بده شوه .؟ كه كوم پرچمى له طالبانو سره واى حتماً دى په نامه يادوه ، تهمت گناه لرى . بل داچى دا مه هيروه چى د توبى دروازه خلاصه ده ، كه سياف ، كشاف او بل هر د حربى كفارو غلام چى همدا اوس د دين پر خلاف جنگيژى الله(ج) ته توبه وباسى معاف به شى او د طالبانو غيژه هم ورته خلاصه ده ، تاسى هم نا اميده مه اوسى پاك الله(ج) دير غفور او رحيم دى . پدى پوه شه چى… نور لوستل »

هارون

وایي چې: غویی حلال نه، خانک په سر ولاړ دی. خبره لاتر اوسه معلومه نه ده، خو ځیني بیا په پچه ولاړ او کشمیر ویني. صبر وکړئ، حکومت کول په دې هېواد کې اسانه خبره نه ده. خدای(ج) دې دې هېواد ته خیر پېښ کړي.

غوربندي

هارون صاحب

د غني او کرزي اوعبدالله و اصحابهم ذلت پيل او په خوارئ به مرداريژي.

ستاسو ددې وينا چې واياست “حکومت کول په دې هېواد کې اسانه خبره نه ده” تر ټولو ډېره د پورته ذکرشويو ګوډاګيانو د حال مصداق دی.

تاسو په دې کې څه شی نا معلومه کوری؟!

Ahmed

دهغه ظالم او ملې خائن ته دا وائيم
چې که شرم او حېاء خرڅيدلائ ضرور مې درته اخېست.
ستا قول او فعل سره په ټکر کی دی.

شی خبری خو هر څوک کوی سعېده
غشتلتوب ئ ده عمل په مېدان ګوره

سمه ده مونږ ته ده احمقانو په نظر ګوری خو غلط ئ مونږ دی شه پېزنو ده قدرت او نوم وږې ئ او ده دی لپاره دی ‌‌‌‌‌‌ډېر انسانان ووږل

عبدالله

حکومت د امریکا او ناتو غلام دی او طالبان بیا د روس، پاکستان او.. غلام. او دغو ورونو چی انتقادونه کری ماته سوال دادی چی ما او تا د الله د رضا لپاره خپل مظلوم اولس ته سه کری او اوس کومه منطقی طرحه لرو چی صلحه. کوشش وکری تر دری دقیقو فکر وروسته وجدان قاضی کره او الله متعال ته مخ که او بیا جواب راکه. ما خو هیخ نه دی کری. هر خبری کوی او عمل نسته . بس خبری خبری خبری او خبری نه طرحه لرو نه عمل د تودی بستری نظرونه دی. دا کافر دی دا… نور لوستل »

مجاهد

پښتین، عبدالله، هارون او داسی نور خو د کابل د غلامی اداری لوړپوړی، منځپوړی او یا د میدیا ژباړن او اجیران دی ، ورو ورو شپ شپ په شفتالو بدلیدو کی یعنی اشغلګر تشی او هغه غلامان چه له خارجه نه وو راغلی هغوی خامخا ډير خوابدی دی څه چه وایی د تنازع البقا د فارمول له مخی ی په حقه ګڼم. تر دی تری وارو پار خطا شوی لکه د خوب په شان کله په خپله او کله د مقابل اړخ رول هم لوبوی . اصل موضع : اڅکزی صاحب یوه خبره مګر ډیوه خبره لیکلی چه غنی د… نور لوستل »

Back to top button
16
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx