غزل: طالب الهام

طالب الهام

ستا په سترګو کې منظر ښکاري د مینې
په بڼو کې دې لښکر ښکاري د مینې

ستا غمزې لکه مرمۍ ورته ګواښیږي
زما زړه ته یو خطر ښکاري د مینې

چې راواړوي سرې سترګې ژړغونې
په لېمو کې یې اثر ښکاري د مینې

خو چې کله دوه مئین باڼه په جنګ کړي
بیایې سترګو کې سنګر ښکاري د مینې

حقیقت کې بس د زهرو یو تریخ غړپ دی
که یې سرې شونډې ساغر ښکاري د مینې

راشه ته راته مرهم شه ته پټۍ شه
په سینه کې مې پرهر ښکاري د مینې

که طالب الهام په خله اعتراف نکړي
درد یې زړه کې مستتر ښکاري د مینې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدرسول باوري
میلمه
محمدرسول باوري

دنن.اسیا مشرتابه او کارکوونکو ته ځولۍ سلامونه او نیک خواهشات وړاندې کوم الله دوکړي چه روغ او جوړ به وای یو غزل مې پرون درته پوسټ کړیده هیله ده چه راته نشر یې کړئ.