افغانستان

اشرف غني په لومړي ځل د ملکي تلفاتو په اړه غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): نن له غرمې وروسته د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني له ارګ څخه په يو ويډيويي پيغام کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د مذاکراتو د روان بهير سربيره په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو د راتلونکې په اړه هم وويل چې افغانان نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې د تل له پاره په افغانستان کې پاتي شي.

خو له دې سربيره نوموړي په دې خبرو کې په بې سارې توګه په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هم څرګندونې وکړې.

محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې د هلمند د سنګين ولسوالۍ هغه هوايي برید ته چې ۱۳ تنه ولسي وګړي په کې وژل شوي وو په اشارې سره وويل چې نور ورته د سنګين په څېر فاجعې د منلو وړ نه دي.

دغه پيښه د تيرې پنجشنبې په ورځ (سلواغې ۴ مه) رامنځته شوه چې په يو هوايي بريد کېي د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۳ تنه چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، ووژل شول.

د سنګين ولسوالۍ ددې پيښې په سبا بيا هم ددې ۱۳ تنو وژل شويو په جنازو هوايي بريدونه وشول چې په کې لس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ګډ حکومت له رامنځته کېدو که څه هم په هوايي بريدونو او ملکي تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی او په تېرو څو کلونو کې په ملکي وګړي ډير خونړي هوايي بريدونه وشول خو تر اوسه هيڅکله د دې حکومت مشرانو په ولسي وګړو د هوايي بریدونو په اړه غبرګون نه و ښودلی.

د يادونې وړ ده چې تير ميلادي کال کې په هوايي بریدونو او چاپو کې د ملکي تلفاتو کچه تر بل هر وخت زياته وه او دا لړۍ لاهم روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د دى خبيث خبروته ولى اهميت وركوى گرسره يى مه نشروى .

پتنګ

دا هغه خبیث منافق دی چې نه سر لرې نه لکۍ ، نه وعده او نه مذهب ددانورو ملتیانو او دیموکراسانو یوه کرغیړنه کلېشي دی !! منافقه امر خو تا ور کړی خو ته قومندان سر اعلا یې !! تف لانت کوچنینا دې وژلې بیغیرته منافقه لعنت دې وي پر تا هغوی د ژوند حق لاره خو تا ور څخه واخیست !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x