د ښاغلي غني په وینا کې د یادولو وړ ټکی

نن ټکی اسيا- سرليکنه

ولسمشرغني نن د یوې تلویزوني وینا په ترڅ کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو په اړه غبرګون وښود.

د نوموړي په وینا کې داسې څه نه تر سترګوکیدل چې هغه دې د لانجې حل او یا یې هم تر سره کول د ده په وس پوره وي.

ښاغلي غني بیا خپلې مکررې غوښتنې تکرار کړې چې طالبان دي له امریکایانو سره نه ؛ بلکې د ده له حکومت سره خبره وکړي ، ځکه د ده حکومت سولې ته ژمن ، د ملي حاکمیت او ملي یوالي تآمنینوونکی او د هیواد له ځمکني تمامیت څخه مدافع حکومت دی.

د ښاغلي غني سولې ته ژمنتیا خپله د ده له هغه اعتراف څخه ښه جوتیږي چې د سویس په داووس ښار کې یې د نړیوالې اقتصادي ټولنې په کانفرانس کې وکړ چې په تیره ۴ کلنه دوره کې یې ۴۵ زره دولتي سترتیرې وژل شوي او تر سل زره زیاتو کسانو یې خپلې دندې پري ایښې دي.

د ملي وحدت ټینګښت یې هم دا دی چې د حکومت له تأسیسه تر اوس پوري یې د کابینې د غړیو ترمنځ ناندرۍ روانې او د ځمکني تمامیت پر ادعا یي د امریکا له لوري پر افغانستان د بمونو مور کارول او د پاکستان له لوري پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غزول ښه شاهدان دي.

یواځې هغه څه چې د ښاغلي غني په ننۍ وینا کې د یادولو وړدي هغه دا چې ده په لومړي ځل د امریکایانو لخوا د ولسي افغانانو په وژلو غبرګون وښود او ویې ویل چې : نور ورته د سنګين په څېر فاجعې د منلو وړ نه دي.

د سنګین همدا خونړۍ فاجعه د تيرې پنجشنبې په ورځ هغه مهال را منځته شوه چې په يوه امریکايي هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۱۳ تنه چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، ووژل شول.

د همدې پيښې په سبا بيا هم د دې ۱۳ تنو وژل شويو پر جنازو هوايي بريدونه وشول چې په کې لس تنو د هغوی خپلوانو ته مرګ ژوبله واوښته .

خو هغه مهال د یادې بوږنوونکې پیښې په اړه نه ولسمشریزې ماڼې او نه هم کومې بلې دولتي مرجع غبرګون وښود ، یواځې د هلمند والي په پیښې کې د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې تائید ترڅنګ د یادې پیښې د پلټنو دستور صادر کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

د ریښتیني سولې دپاره به تر طالبانو حکومت او ولسمشر اشرف غني زیاته فدا کاري کوې، سولې ته به د یوه سیاسې لوبي له نظره نه بلکه د یوې ټولنيزي او دیني اړتیا له مخې ګورې.
ولسمشر باید هغه قرباني ته تیار شې چې که یې اقتدار پای ته پکښې رسیده نو هم باید دریغ ونکړې کنه نو لیري نه ده چې د مظلوم او سولي ته تږې ولس له سخت غبرګون او حتی بغاوت سره مخ شې

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

غ بیچاره او دغلوډله یی اخری سلګی دی. دابیچاره په دغه هم نه پوهیږی چی دهیڅ شی واک او اختیار نلری. هسی یوه خبره دخولی څخه وباسی، چی طالبان دی د حکومت سره خبری وکی. طالبان په حکومت کی دچاسره خبری وکی. د غ د ډلی سره او که دع د ډلی سره. یو واری دی دوی(ع،غ) سره مالومه کی، بیا به طالبان د هغو سره خبری وکی.