افغانستان

خلیلزاد: له طالبانو سره مو د توافق اجمالي چوکاټ جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره د سولې د توافق په چوکاټ باندې اجمالي هوکړې ته رسیدلي.

نوموړي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي چې په توافق کې طالبان تضمین ورکوي چې ترهګر به افغان خاوره نه استعمالوي، چې په وینا یې، دغه تضمین دې ته لار هواروي چې امریکا خپل ټول پوځیان وباسي، اوربند وشي او بین الافغاني خبرې پیل شي.

خلیلزاد وايي: «مونږ یو چوکاټ لرو، خو وړاندې له دې چې د یو نهايي توافق بڼه خپله کړي باید ډیر کار پرې وشي».

هغه زیاتوي چې طالبانو اطمنان ورکړی چې په افغانستان کې به ترهګر ځای ونه لري. «طالبانو ژمنه کړې او مونږ ته یې قناعت راکړی چې نړیوالې ترهګرې ډلې او اشخاص به په افغانستان کې خوندي ځای نه لري او په دې برخه کې به اړین اقدامات کوي».

خلیلزاد د موقت حکومت په اړه اوازې ناسمې بللي او زیاته کړې یې ده چې په دې باره کې یې له طالبانو سره بحث نه دی کړی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د یکشنبې په ورځ افغانستان ته راغلی او تېره شپه یې د ګډحکومت له ولسمشر سره کتلی. خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي چې نوموړي ته یې د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي.

د قطر له ناستو وروسته تېره ورځ د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو وویل چې هیواد یې له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو کې جدي دی.

خو نن د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په یوې بې سارې څرګندونه کې وویل چې د بهرنیو پوځیانو شمېر به صفر ته «راکموو». هغه همداراز د لومړي ځل لپاره په هوايي بریدونو کې د افغانانو په وژنې غبرګون وښود.

د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د ناستو څلورمه لړۍ وړمه ورځ تر شپږ ورځني بحث وروسته پای ته ورسیده. دواړو خواوو په جلا جلا توګه په غونډو کې د پرمختګ خبر ورکړ او پایلو ته یې خوښي وښوده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته امریکايي چارواکو ویلي چې د راتلونکې فبروري په اواخرو کې به یو ځل بیا له طالبانو سره د لوړې سطحې ناسته کوي. خو زیاتوي چې تر ناستې مخکې به د طرفینو تخنیکي ټیمونه په یو لړ تخنیکي جزئیاتو په ګډه کار پیلوي.

یو امریکايي چارواکي د نامه د نه نشرولو په شرط یادې ورځپاڼې ته ویلي چې له افغان حکومت سره د خبرو او اوربند په اړه په وروستیو ناستو کې د طالبانو مذاکراتي ټیم وخت غوښتی ترڅو له خپل مشرتابه په دې اړه هدایت واخلي. خو نوموړی چارواکی غونډه مثبته ګڼي او زیاتوي چې د توافق یوه اجمالي مسوده د کلونو کلونو ناکامو هڅو وروسته یو پرمختګ ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x