افغانستان

تېر کال شاوخوا شپږ زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېر کال په جګړو، بمباريو او چاودنو کې تر شپږ زرو زيات ملکي  وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل  کې د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ وايي، چې تېر کال په بيلابيلو نښتو، بمباريو، شپنه نیزو عملياتو او چاودنو کې ۲۶۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۰۷۲ نور ټپيان شوي دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ له تېرو څو کلونو راهيسې په جګړو او بمباريو کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه خپروي، خو بيا هم په يو شمېر سيمو کې د جګړو له امله عامو خلکو ته د زيان رسېدو پېښې د کره معلوماتو د نه شتون له امله نه ثبتيږي.

يادې ډلې د جګړې پر ټولو غاړو غږ کړی، چې د نښتو او عملياتو پر مهال د ملکيانو خونديتوب په پام کې ونيسي، خو له تېرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار، کونړ، کاپيسا، لوګر، ميدان وردګ، کندوز، کندهار، هلمند او ګڼ شمېر نورو سيمو کې د بمباريو، شپنه نیزو عملياتو او همدارنګه د چاودنو له امله عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړوي، خو تر اوسه هم د  ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخنيوي لپاره جدي ګامونه نه دي پورته شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x