
که طالبان راشي؛ څه به پېښ شي؟
محمد آصف آزاد
له هغه وروسته چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ مخامخ غونډې او مذاکرات پیل شوي، او د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې کیږي، نو ورسره ځینې کړۍ او ځینې رسنۍ د عامه ذهنیتونو د مغشوشولو او ویرې خپرولو هڅه کوي. او د طالبانو راتګ خلکو ته د ګډوډۍ او ویرونکې پېښې په بڼه تبلیغوي.
هغوی وايي، که طالبان راشي، نو ښایي یو ځل بیا کورنۍ جګړې پیل شي او ګډوډۍ رامنځته شي. خو که د طالبانو ځینو ځانګړنو ته پام وکړو، نو دا اندېښنې په خپله له منځه ځي او دا ډاډ او اطمنان رامنځته کیږي چې هیڅ ناوړه پېښه به رامنځته نشي. راځئ په همدې پلمه د طالب ځینو هغو ځانګړنو ته متوجه شو چې دغه ډاډ او اطمنان یې رامنځته کړی.
د طالبانو جګړه د واک او اقتدار لپاره نه ده:
که دا جګړه د واک او اقتدار لپاره وی، د خود غرضی او خپلو شخصي اهدافو ته د رسېدو لپاره وی، نو حتماً دا ویره به موجوده وی چې ښایي په بریالیتوب یې بېرته خپل منځي جګړه پیل شي. ځکه د خود غرضی او اقتدار په جګړه کې هر څوک په دې هڅه کې وي چې تر نورو زیات څه ترلاسه کړي. خو موږ پوهېږو چې د طالبانو جګړه د واک او اقتدار لپاره نه ده. دا جګړه د ارزښتونو جګړه ده. د هېواد د ازادۍ او اسلامي نظام لپاره جګړه ده. او طالبان هغه خلک دي چې روغه جوړه واکمني یې د ارزښتونو له ساتنې جار و قربان کړه.
د طالبانو د تحريک بنسټ د کورنۍ ګډوډۍ د له منځه وړلو له پاره:
هغه وخت چې پخواني شوروي اتحاد ماتې وخوړه، او هېواد کې د واک او اقتدار لیونيانو هېواد د همدې مینې لپاره د کورنۍ جګړې اور ته ور ټېل واهه، نو همدا خلک و چې هېواد یې له دې ځپونکي او وحشي کورنۍ جګړې او ګډوډۍ څخه وژغوره. انارشېزم او پاټکېزم ته یې د پای ټکی کېښود. هغه خلک چې خپله د ګډوډۍ او کورنۍ جګړې د له منځه وړلو لپاره را پورته شوي وي، نو څرنګه ترې دا ویره کېدی شي چې هغوی دې ګډوډۍ رامتځته کونکی شي.
د شمالي ټلوالې د لنډغرو کمزوري:
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې تر ډېره یې د شمالي ټلوالې لنډغرو مخالفت او جګړه وکړه او ځینې ناپوهان یې په قومي او تعصب څخه ډکو نارو باندې د طالب په خلاف جګړې ته تیارول، خو نن طالب د جنوب په څېر په شمال کې لا ډېر قوي او ځواکمن دی. او د خلکو پراخ ملاتړ له طالبانو سره دی. خپله د شمال د غیر پښتنو بېلابېلو قومونو څخه د طالبانو تر لوړو قومندانانو رسېدلي. همدارنګه هغې عامو خلکو خپل لنډه غر اوس ښه وپېژندل چې د دوی پر سر هرې معاملې ته تیار دي. او هم یې طالبان وپېژندل چې دا خلک د کوم قوم، سمت او ژبې لپاره په جګړه نه دي بوخت.
د طالبانو یووالی او وحدت:
د پخواني جهاد یو لښکر چې په اوو لښکرو تقسیم شو، نو نتیجه یې ټولو ولیدل چې څومره بربادونکې او خونړۍ وه، چې تر ټولو ستر لامل یې یو هم همدا د دوی عدم وحدت و.
نړیوالو د طالبانو پر خلاف په دې اوږدې او خونړۍ جګړې سربېره زرګونه کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ د طالبانو د یووالي او وحدت د ماتولو لپاره د تبلیغاتو په خپرولو وګمارلې او هغوی هم ښه په اخلاص د همدې موخې لپاره بېدرېغه تبلیغات او پروپاګنډ وکړل، خو لله الحمد په حیرانوونکي ډول سره طالبانو خپل یووالی او وحدت وساتلی شو. چې دا یووالی او متحد صف خپله د دې ډاډ او اطمنان دی چې د طالب په راتګ به کومه ګډوډي رامنځته نشي. ځکه لښکر یو دی، سرلښکر یو دی او هم مسیر او هدف یو دی.
د خپل مشرتابه اطاعت:
د طالبانو یو بل حیرانونکی او بې ساری صفت د هغوی په لیکو کې د خپل مشرتابه امر ته غاړه اېښودل او اطاعت دی. موږ ولیدل چې د کوچني اختر په اوربند کې د طالب مشر په یوه امر په ټول هېواد کې هیڅ ډز ونشو. او هیڅ طالب د خپل مشر له امر څخه سرغړونه ونه کړه. که لښکر د سر لښکر په امر او کنترول کې وي، نو د ګډوډۍ رامنځته کېدو ویره هیڅ ده.
د طالبانو ژمنتیا او تعهد:
د طالبانو ژمنتیا، خپل هدف او خپلې تګلارې ته چې د هېواد ازادي او اسلامي نظام دی، هغه څه دي چې د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ مخه نیسي. موږ ولیدل چې په دې اوږده او سخته امتحاني دوره کې طالبان په بشپړ ډول سره خپلو اهدافو او خپلې تګلارې ته ژمن او متعهد پاتې شول. او تراوڅه په هیڅ کوم ارزښت معامله کونکي نه شول.
دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو په راتګ د ګډوډۍ او یا هم د خپل منځي جګړې ویره له منځه وړي.
د هېواد د آزادۍ، ارامۍ او بشپړ اسلامي نظام په هیله!
2019/01/28
ازاد صاحب الله ج دی اجرونه درکړی لکه چه نوم دی ازاد دی خیالات او فطرت دی هم الله ج ازاد جوړ کړی . ستاسی د ښکلی لیکنی سره به زه هم څه ور اضافه کړم : که طالبان راشی څه به وشی؟ ۱ـ هغه الهی نظام ( چه دی هیواد ته د لمړی ځل د پاره د رتبیل شاه په وخت کی قایم شو) به بیا رامنځته شی. ۲ ـ خپلواکی به رامنځته او غلامی به کډه وکړی. ۳ ـ د الهی عدالت په قایمولو به دایمی سوله ، امنیت ، د ټولو هوساینه او ډاډ او یو پر… نور لوستل »
اسلام علیکم ورحمت الله لومړی خو د نن ټکی اسیا څخه ډیره مننه کوم چی یوه ډیره اسانه لاره ده زمونږ د خبرولو لپاره خصوصا د ټولو هیوادوالو لپاره.بیا دا وایم د یو ملکی وګړی په حیث….که طالبان راشی او بیا کورنۍ یا تنظیمی جګړی پیل شی انشاالله بیا به یی طالبان لکه د اویایمی لسیزی جګړی یی چی ختمی کړی او یو ااسلامی نظام یی جوړ کړ همداشان به داځل هم کورنی جګړی که خدای ناخواسته پیل شوی نو همدغه طالبان به یی ختموی زه د یو ملکی وګړی په حیث دا وایم چی د یو اسلامی نظام بیا… نور لوستل »
اس حمام می سب ننګی هی ددغه اردو متل له مخي په افغانستان کې هیڅ دخیله ډله سپین باز نه ده حتی طالب هم نه. که طالب ته د خپل اقتدار د حصول، طول او بیا ترلاسه کولو دپاره د لکونو انسانانو او مسلمانو هیوادوالو له تیغه تیرول روایت نلرې نو د خپل ناوړه او فاسد اقتدار ساتلو دپاره او یا د خارجیانو د نمک حلالولو دپاره حکومت ته هم جواز نه لرې او نه یې درلود چې د طالب او عالم وینه په دومره بې دردې توي کړې. طالب که ښه نوغی دی که بد، بریالی به وې که… نور لوستل »
ka Taliban rashe aman ba rashe ow islami nizam ba rashe allah de doi rawali
یعنی چه اردو پولیس اونور دولتی ادارو به منحل کیژی دپنجاب په خوشه او که دطالب جگره دقدرت لپاره ندی نو چشی دی، طالبان سه رقم اسلامی نظام غواری امارت غواری که جمهوریت که امارت غواری دانور دافغانستان قومونه او سیاسی احزاب به یی مخالفت وکری ، او ایران روسیی به دشمالی تلوالی حمایت به وکری بیابه جگره روانه وی زکه چه دانورسیاسی دلی امارت نه منی اوطالبان جمهوریت نه منی سل په سلوکی دجگری امکان شته که وضاحت ورکی شه به وی .او بله خبره داپیشنهاد ده کله کله دری نشریات هم وکری چه دانورخلک هم پری پوه شی