نړۍ

بحرین: ایران دبحرین په داخلي چاروکي لاس وهنه کوي

king_of_bahrainنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۰) بحرین:  دملګروملتونو په ټولنه کي دبحرین هیواد دایمي غړي توفیق منصور دملګروملتونو سرمنشي ته یو لیک وړاندي کړ، او ایران یی پدي سره تورن کړ چي دبحرین په کورنیو چاروکي لاس وهنه کوي.

هغه لیک چي دبحرین هیواد له لوري څخه ملګروملتوته وړاندي شویدي، پکي لیکل شوي چي دایران لاس وهنه د ټولو ملی اوبین المللی وصولو خلاف ورزي ده، اود ملګروملتونو له سرمنشي څخه یی غوښتي ترڅو دبحرین په داخلي چاروکي دایران لاس وهني ته جدي پام لرنه وکړي.

له بله پلوه ایران خبرداري ورکړیدي چي دبحرین هیواد ته دبهرني ځواکونو ننوتل دمنولو وړ ندي، دایران دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړه دبحرین پرځمکه به دبهرنیو ځواکونو وجود کړکیچ نور پیچیده کړي.
شنونکي وایی دایران اشاره دسعودي عرب او عرب اماراتو وځواکونو ته وه، دسعودي عرب اوعرب اماراتو ځواکونه هغه وخت بحرین ته راورسیدل، کله چي بحرین کي روان کړکیچ زور واخیست اوشیعه مذهبه لاریون کونکو ددولت په خلاف لاریونونه اومظاهري شروع کړي.
تیره ورځ یو بل لاریون کونکي هم وژل شوی وه، چي لدي سره دوژل شوو کسانو شمیره څلورو نفروته رسیږي، دبحرین دپارلمان یو شیعه مذهبه غړي رسنیو ته ویلي، چي دبحرین امنیتی چارواکو دعیسی عبدالعلي کورني ته خبرورکړیدي چي نوموړي وژل شویدي.
پرون ورځ بحرین کی بیړني حالات اعلان شوی وه اودخلګو پردتګ اوراتګ باندي بنديز لګیدلی وه، له بلي خوا امنیتي چارواکو هم ددو پولیسو دوژلو خبرورکړی وه ، اونړیوالو رسنیو هم ددوو امنیتي کسانو دوژلو پخلي کړي وه، دځینو تلویزوني شبکو له لوري یوه صحنه نړیوالو ته وړاندي شوی وه،
په هغه کي ښکاره کیدل چي شیعه مذهبه لاریون کونکو په ډیره بی رحمانه توګه یو پولیس پرسړک کشاوو په ډبرو یی ویشتي اوپرسرسر یی په لغتو واهه.
یوبل موټر چلونکي بیا یو پولیس په موټرسره  وواهه اوپه وار وار یی دپولیس پرسر باندي موټر تیر کړ.
تیره ورځ بحریني ځواکونو په بحرین کي دبشري حققو دټولني مشر نبیل رجب هغه وخت ونیوي کله چي نوموړي رسنیو ته ویلي وه چي دبحرین اوسعودي عرب ځواکونو په ګډه په هیواد کي عامه وژنه شروع کړیده، دلاریون کونکو دځپلو لپاره یی اپاچي هلیکوپتري استعمال کړیدي، خو بحریني چارواکو په کلکه سره دنوموړي ادعا ردکړیده او زیاته یی کړه چي دبحرین ځواکونه هیځ ډول اپاچي هلیکوپتري نه لري.
دبحرین ولسمشر الملک بن عیسی ال خلیفه په هیواد کي بیړني حالات اعلان کړیدي اودبحرین سمندري ځواکونو هم د ماښام له پنځو بجو څخه وروسته پرتګ اوراتګ باندي بندیز لګولیدي، اوخبرداري یی ورکړیدی چي ماښام له پنځو بجو څخه وروسته ټولي بیړی  باید ځای پرځاي ودریږي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x